د "ښاغليو" په لوبه کې "ناښاغلى" چلند
د کرېکټ په باب پخوانيو انگرېزانو ويل چې دا د "ښاغليو" لوبه ده. له ښاغليو يې مطلب درانه خلک وو، چې گواکې ټگي برگي نه لري، د لوبې په ډگر کې د يو بل درناوى کوي، د لوبڅار خبره مني او له لوبې خوند اخلي.
دا اصطلاح اوس هم شته او اوس هم همدې لوبې ته کارېږي. خو پيسو، تلويزيوني خپرونو، شهرت او شايد د نوي عصر غوښتنو کيسه بدله کړې ده.
همدا پرون (يکشنبه د جولاى ١٧مه) د لندن په زړه کې د لارډز پر لوبغالي چې د کرېکټ زړه بلل کېږي، هغۀ لوبغاړي د پاکستان لپاره د انگلستان وروستى لوبغاړى وسوځاوه چې شپږ کاله وړاندې پر همدې ميدان د پيسو په بدل کې د ناقانونه توپ اچولو په تور تورن شو، زندان ته لاړ، بنديز پرې ولگېد او دا دى بېرته راغى او د "ښاغليو" په لوبه کې يې خپلې لوبډلې ته برى ورپه برخه کړ.
د افغانستان او ایرلنډ لوبه
په همدې ورځ له لندنه ليرې په بلفاسټ کې د انگلستان د ټسټ لوبو يو بل مخکينى لوبغاړى چې اوس د ايرلنډ ستورى دى، ګېله من و.
اېډ جوايس په تېره لوبه کې ناسوځېدلې سليزه کړې وه او تر هغه وړاندې يې پنځوسيزه درلوده، پرون هم ښه روان و خو په منډه کې اوټ شو.
ده شارټ وواهه. دوه منډې يې واخيستې او بيا ورو ورو له خپل ټاکلي ځايه د باندې ووت، فکر يې دا و چې توپ له ميدانه څلوريزې ته وتلى دى.
افغان لوبغاړي توپ راستون کړ، د ده وېکټ يې وويشته د سوځېدا اپيل يې وکړ.
په لوبغالي کې دومره تلويزيوني کامرې نه وې چې هر لور وڅاري او لوبڅار ته موقع ورکړي چې دا توپ وويني.
خبره د "ښاغليو" چلند ته پاتې شوه. لوبڅار له افغان لوبغاړو وپوښتل هغوى ويل توپ له پولې نه و اوښتى.
جوايس نه منل، په خپلو سترگو يې پوره باور لاره او ټينگ و.
لوبڅار د "ښاغليو" له ناليکلي قوانينو سره سم پرېکړه افغان کپتان ته پرېښوده. کپتان کولى شواى چې ويلي يې واى ځه خير دى خو هغه داسې ونه کړل.
کپتان اصغر ستانکزى په حقه و، اقلاً د نن سبا له کرېکټ سره سم يې ناسم څه نه و کړي. دوه اونۍ وړاندې په سکاټلنډ کې د ده لوبغاړي نجيب ځدراڼ د محمد نبي په توپ د يوه سکاټلنډي لوبغاړي کېچ د پولې په سر ونيوه.
افغان لوبغاړو خوښۍ وکړې، سکاټلنډى پر ځاى ودرېد. لوبڅار شاته له ناستو سکاټلندي نندارچيانو وپوښتل هغوى وويل چې گواکې د نجيب پښه د کېچ نيولو پر وخت په پوله ولگېده نو لوبڅار د اوټ پر ځاى شپږېزه ورکړه.
خو ايرلنډۍ رسنۍ هغو خبرو ته اشاره نه کوي. دا هم نه وايي چې ايډ جوايس ولې د لوبڅار يا د سيال کپتان له اجازې پرته له ټاکلي ځايه د باندې ولاړ و. دوى خواشيني دي او فکر کوي چې د ښاغليو په لوبه کې ښاغلى چلند نه دى شوى.
که چلند هر ډول و، پاتې نهو لوبغاړو هېڅ پلمه نه درلوده. بايد ومني چې په " درانه" ډول يې وبايلله.