شاته

مودي وايي پاکستان به په نړیواله کچه منزوي کړي

د هند صدراعظم ژمنه کړې چې پاکستان به منزوي کوي. هغه په پاکستان تور ولګلاوه چې غواړي د آسیا وچه بې ثباته کولو هڅې کوي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي دغه خبره پرون د هند په جنوب کې د کالي کوټ په ښار کې د خپل ګوند بهاراتیا جناتیا په غونډه کې کړې ده.

دا د هند په پوځي اډې باندې د تروریستي برید نه وروسته چې د هند او پاکستان ترمنځ یې تشنج پیدا کړی د هند د صدراعظم لومړۍ تبصره ده.

هغه وویل چې «د پاکستان خلګ باید د خپلو مشرانو نه پوښتنه وکړي چې ولې، پاکستان او هند په یوه وخت کې آزادي اخیستې ده، خو هند نړۍ ته سافټویر صادروي او پاکستان تروریزم.»

مودي چې پاکستان ته اشاره کوله وویل چې د آسیا ټول هیوادونه غواړي چې ۲۱ پیړۍ د آسیا پیړۍ وي خو یوازې یو هیواد دی چې نه غواړي چې داسې یو کار دې وشي.

د هند صدراعظم په سیمې کې د افغانستان او بنګله دیش مثال ورکړ چې د تروریزم نهچې،د هغه په قول، د پاکستان څخه خپریږي کړیږي.

په هندوستان کې په مودي فشار دی چې د هغه برید کلک ځواب ورکړي چې په کشمیر کې وشو پکښې ۱۸ هندي عسکر ووژل شول.

هند د دغه برید مسول د جیش محمد ډله ګني چې مرکز یې په پاکستان کې دی.

اسلام آباد په برید کې لاس درلودل په کلکه رد کړی او ویلي یې دي چې هند د خپلو تورونو د ثبوت لپاره کافي شواهد نه لري.
مودي ویلي دي چې هغه به په دیپلوماتیک لحاظ د پاکستان د منزوي کولو لپاره نړیوال کمپاین وکړي.

مودي ویلي دي چې هغه غواړي چې د پاکستان د خلګو سره مستقیمې خبرې وکړي. هغه وویل چې «که چیري دواړه هیوادونه غواړي چې جګړه وکړي، نو باید چې د غربت، بې کارۍ، او بې سوادۍ د ختمولو په خلاف جګړه وکړي او دا وګوري چې څوک دغه جګړه ګټي.»

د چارو کارپوهانو ویلي دي چې هند نه غواړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دي جګړه وشي دا ځکه چې په هندي کشمیر کې وضعیت ښه نه دی.

پاکستان ویلي دي چې که ورباندې برید وشي نو ځواب به یې ورکړي.

د کشمیر سیمه د دواړو هند او پاکستان ترمنځ ویشل شوې ده او د دې سبب ګرځیدلې چې د دغو دوو هیوادونو ترمنځ درې ځلې ورباندې جګړه وشي.