BBC
 شاته

ایروان کې د یرغمل نیونې دوام؛ یو پولیس او یو ډرېور خوشي شوي

Image copyright EPA

د ارمنستان د امنیت سازمان ویلي، د پولیسو یو مامور او د امبولانس یو ډرېور چې په پلازمېنه ایروان کې د پولیسو یوه مرکز کې بریدګرو سره یرغمل و، خوشي شوي.

وسله والو تېره ورځ (یکشنبې جولای ۱۷مه) د پولیسو یو مرکز ونیوه. لا هم پنځه کسان بریدګرو سره یرغمل دي چې د ارمنستان د امنیت سازمان په خبره د پولیسو لوړپوړي افسران دي.

د ارمنستان چارواکي وایي، بریدګر چې ویل کېږي شمېر یې ۲۰ کسانو ته رسېږي، ډېره اندازه وسلې او مهمات له ځانه سره لري چې نه یوازې د یرغملو کسانو، بلکې عمومي امنیت ګواښي.

دغه سازمان ویلي، امنیتي مامورین د زور کارولو پرته د یرغمل نیولو پایته رسولو لپاره ټولې لارې ازمایي، خو "ښایي دا هڅې کافي نه وي."

د ارمنستان امنیت سازمان په اطلاعیه کې له بریدګرو غوښتل شوي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږي او تسلیم شي.

بریدګر ځانونه د "ساسون زړوره" ډله پېژني او د دولت یوه مخالف فعال جیرار سفیلیان د ازادۍ غوښتنه کوي چې د ناقانونه وسلو د ساتنې او لېږدونې په تور زنداني دی.

داسې ښکاري چې دا ډله ارمني ملي ګرایانه تمایل لري او دولت په فساد او د اذربایجان پروړاندې په پاتې راتلو تورنوي.