BBC
 شاته

قراقستان کې دوه پولیس په ډزو وژل شوي

Image copyright Reuters

د قراقستان له پلازمېنې الماتا کې د ډزو راپورونه ورکړل شوي دي. ډزو سره ورته وخت کې د قراقستان حکومت خلکو په لوړه کچه امنیتي خبرداری ورکړی.

وړاندې د رویټرز اژانس راپور ورکړ چې د دغو ډزو دوو شاهدانو دې اژانس ته ویلي چې "وسله وال کس یې ددوی له مخې د تېرېدو پرمهال لیدلی دی."

د رپوټونو له مخې په دغو ډزو کې دوه پولیس وژل شوي دي.

ویل شوی چې ددې هېواد امنیتي ځواکونه د ترهګریز ضد عملیاتو ترسره کولو په حال کې دي او د ښار له اوسېدونکو غوښتل شوي خپلو کورونو کې پاتې شي.