BBC
 شاته

ډان: نواز شریف د پاکستان د اوږو بار

عمران خان وايي، پاکستان کې برعکس، مشران "د ولس وینې څښي". Image copyright pti
Image caption عمران خان وايي، پاکستان کې برعکس، مشران "د ولس وینې څښي".

ډان

د پاکستان ډان ورځپاڼه د عمران خان له خولې لیکي، که پوځ واک ته ورسېږي، خلک به جشن کوي او خواږه به وېشي. دی وايي اوسنی لومړی وزیر نواز شریف د پاکستان پر اوږو یو ډول بار دی.

عمران خان ویلي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان پر خلکو ګران دی ځکه چې د خلکو خدمت کوي او ډېر محبوبیت لري او په یوه تیلیفوني پیغام کې وکړای شو چې ولس او خپل پلویان د ښارونو لارو کوڅو ته راوباسي او کودتا ناکامه کړي.

دی وايي، پاکستان کې برعکس، مشران "د ولس وینې څښي".

نیویارک ټایمز

Image copyright AP
Image caption ورځپاڼه کاږي، ولسمشر اوباما ته دا وضعیت اندېښمنوونکی دی: له یوې خوا له تورپوستو سره خواخوږي لري، بل خوا د ولسمشر په توګه باید له امنیتي ځواکونو سره همکاري او خواخوږي ولري.

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼه لویزیانا ایالت کې د تېرې شپې د برید په اړه لیکلي، برید کوونکی ینګ تورپوستی کس و، چې پخوا د امریکا د سمندري ځواکونو افسر هم پاتې شوی.

ورځپاڼه وايي، ینګ په ۲۰۰۵ کال د امریکا سمندري ځواکونو کې دنده پیل کړه، عراق ته هم تللی و او په ۲۰۰۸ کال کې د "تورن" رتبې ته لوړ ورسېد او پنځه کاله یې سمندري ځواکونو کې دنده مخته یووړه.

نیویارک ټایمز زیاتوي، تېره یوه میاشت کې امریکا کې د تاوتریخوالي او وژنو ډېرې پېښې شوې، چې د ورځپاڼې په ټکو د لویزیانا بټن روژ ښار کې یوه اونۍ وړاندې یو تورپوستی کس د پولیسو له خوا ووژل شو چې دې پېښې تاوتریخوالي ته لاره هواره کړه او لاریونونه وشول.

دوه ورځې وورسته دالاس ښار کې یوه تورپوستي پنځه پولیس افسران ووژل.

ورځپاڼه کاږي، ولسمشر اوباما ته دا وضعیت اندېښمنوونکی دی: له یوې خوا له تورپوستو سره خواخوږي لري، بل خوا د ولسمشر په توګه باید له امنیتي ځواکونو سره همکاري او خواخوږي ولري.

ټایم اف انډیا

Image copyright ap
Image caption له مرکزه کشمیر ته ۲۰۰۰ تازه دمي ځواکونه استول شوي، چې تېره اونۍ هم هلته ۲۸۰۰ ځواکونه لېږل شوي وو.

دغه ورځپاڼه وايي، کشمیر کې د تاوتریخوالي پېښې دوام لري، چې همدا تېره ورځ یو بل کس بانډي پوره کې وژل شوی دی.

یوې ډلې هڅه وکړه چې د پولیسو په تاڼې برید وکړي، چې یو کس پکې ووژل شو بل ټپي شو.

له مرکزه کشمیر ته ۲۰۰۰ تازه دمي ځواکونه استول شوي، چې تېره اونۍ هم هلته ۲۸۰۰ ځواکونه لېږل شوي وو.

ورځپاڼه کاږي، پر لومړي وزیر نریندرا مودي فشار دی چې دغو تاوتریخوالو درولو ته د حل یوه معقوله لاره ومومي.

ګارډین

د بریتانیا ګارډن ورځپاڼه وايي، د ترکیې کودتا خو ناکامه شوه، خو ډېر خلک اوس پوښتي چې تر دې وروسته به څه کېږي؟ ځکه دا وېره شته چې اردوګان به له دې وروسته له خپلو سیاسي مخالفینو غچ اخلي.

Image copyright Getty
Image caption یاده ورځپاڼه وايي، اصلي خبره دا وه چې اردګان غوښتل اساسي قانون بدل کړي، د پوځ ورته زړه ډک و او ده هم غوښتل چې له پوځه غچ واخلي.

ورځپاڼه وايي، د ناکامې کودتا په تور د قضايي او امنیتي ارګانونو ۶۰۰۰ کسان نیول شوي، خو د دسیسې یوه داسې تیوري هم شته، چې ویل کېږي ښاغلي اردوګان پخپله د یوې ناکامې کودتا لپاره لاره هواره کړې وه، چې په دې سره وکړای شي خپل مخالفین وځپي.

خو یاده ورځپاڼه وايي، اصلي خبره دا وه چې اردګان غوښتل اساسي قانون بدل کړي، د پوځ ورته زړه ډک و او ده هم غوښتل چې له پوځه غچ واخلي.