BBC
 شاته

د فرانسې ولسمشر لوړپوړو امنیتي چارواکو سره ګوري

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په څو ساعتونو کې د هېواد له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره ګوري.

د راپورونو له مخې ددې کتنې موخه دا ده چې نیس ښار کې د تيرې اونۍ رامنځته شوي برید په څېر پېښو مخنیوي لپاره امنیتي ترتیبات ونیول شي.

تېره پنجشنبه (جولای ۱۴مه) په نیس کې د باستیل ورځې د جشن مراسمو په لړ کې یوه ډرېور خپل موټر پر خلکو تېر کړ چې له امله یې تر ۸۰ ډېر کسان ووژل شول.

د راپورونو له مخې د پېښې ۸۵ ټپیان په روغتون کې دي چې له دې ډلې د ۱۸ حالت نازک دی.

تر دې برید او په تېرو ۱۸ میاشتو کې دې ته ورته بریدونو وروسته، د ښاغلي اولاند پر دولت کلکې نیوکې کېږي. په همدې تړاو د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولاس سارکوزي د امنیت په ټینګښت کې د نیمګړتیا له امله پر دولت نیوکې کړې دي.

دغه منځني ښي اړخي مشر د هغوی ټولو بهرنیو وګړو د ویستلو غوښتنه کړې چې راډیکال اسلام سره یې اړیکه څرګنده شوې.

ښاغلي سارکوزي په ټلویزیوني خبرو کې وویل، "دیموکراتیک نظام باید کمزوری نه وی او یوازې د خواخوږۍ مراسم ترسره نه کړي. دموکراسي باید ووایي چې 'موږ به ددې جګړې ګټونکي یو".'

هغه وویل، له کلکو تدابیرو له د رادیکالو مسلمانانو د ویستلو ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې نن دوشنبه (جولای ۱۸مه) په سیمه ییز وخت ۱۱ بجو په نیس ښار کې د قربانیانو د درناوي لپاره په ټوله فرانسه کې یوه دقیقه چوپتیا غوره کېږي.