شاته

کیري: د سوریې په ځینو سیمو دې الوتکې پروازونه نه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په سوریې کې د اوربند د ټینګیدو لپاره باید چې د دغه هیواد په یو شمیر سیمو باندې پروازونه بند شي.

جان کیري چې د ملګروملتونو د امنیت د شورا یوې فوق العاده غونډې ته خبرې کولې وویل چې «زه فکر کوم چې په پروسیې باندې د اعتماد د رامنځ ته کولو لپاره باید چې د دغو سیمو دپاسه سمدستې ټولې الوتکې پروازونه بند کړي ترڅو تشنج کم شي او د بشري مرستو د رسولو پروسه د خنډ سره مخامخ نه شي.»

هغه وویل چې داسې یو بندیز به «د سوریې [حکومت] د دې نه راوګرځوي چې پخواني کارونه تکرار نه کړي چې په ملکیانو باندې یې د النصرې د ځپلو په بهانه بریدونه کول.»

النصره او داعش هغه دوې ډلې دي چې اوربند ورباندې نه عملي کیږي او تمه کیدله چې روسیه او امریکا به د دغو ډلو د ماتولو لپاره د یو بل سره همکاري وکړي.

کیري وویل چې هغه غواړي چې روسیې ته دا ووايي چې امریکا اوس هم غواړي چې د سوریې لانجې ته سیاسي حللاره پيدا کړي.

کیري زیاته کړه چې هرڅوک چې دا فکر کوي چې د سوریې بحران تر دې نه شي خرابیدلی نو «سخته اشتباه» کوي. هغه وویل چې د اوربند د موافقې د عملي کیدو بغیر بله لاره نه شته.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د جان کیري نه مخکې خبرې وکړي. هغه وویل چې په سوریې کې د بشري مرستو د رسولو د کارکوونکو خوندیتوب د ټولو اړخونو مسؤلیت دی.

د ملګروملتونو عمومي منشي بان کې مون هم په غونډه کې خبرې وکړي. بان کې مون وویل چې «موږ باید چې مصمم واوسو چې اوربند په ځای پاته کیږي.

هغه وویل چې په سوریې کې په تیرو شپږو کلنو کې تر ۳۰۰ زرو دیر خلګ وژل شوي دي.