شاته

اوباما: د کډوالو نړیوال بحران د بشریت لپاره ازموینه ده

د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د نیویارک په ښار کې د مهاجرینو په اړه د نړۍ د مشرانو لومړۍ نړیوالې غونډې ته وویل چې نړۍ له یو سخت بحران سره مخامخ ده.

ښاغلي اوباما د ملگرو متلونو عمومي غونډه ته په وینا کې د خبرو پیل په کډوالو وکړ او وې ویل

"مونږ دلته د دې لپاره راغونډ شوي یو چې همدا اوس په چاډ کې د دارفور کورنۍ، په لبنان کې فلسطینیان، په پاکستان کې افغانان او په اکوادور کې کولمبایان د مهاجرو په توګه په راشن او مرستو ژوند کوي او ددې ارمان لري چې یوه ورځ به خپل کور ولري."

د ملگرو ملتونو په غونډه کې له سوریې نه راغلې یوې کډوالې هم وینا وکړه. یسرا ماریني د سورېې له جگړو نه تیښتیدلې کډواله ده چې په جرمني کې ژوند کوي.

یسرا سږ کال د ریو دي جنریو د اولمپیک په لوبو کې د نړۍ د کډوالو په استازیتوب ګډون کړی و.

سوریایي کډاوله یسرا مرداني د ملگرو ملتونو په ٧١ کلنۍ غونډه کې وینا وکړه

سوریایي کډاوله یسرا مرداني د ملگرو ملتونو په ٧١ کلنۍ غونډه کې وینا وکړه

هغې د نړۍ د هغو مشرانو لپاره یو پیغام درلود چې د هغې په څیر د کورنیو د سرنوشت لپاره پلانونه جوړوي."له خپل کور نه تیښته کول د خوشالۍ خبره نه وي. هغه ټول مهاجر عادي خلک دي چې که فرصت ولري نو مهم کارونه کولای شي."

د دومره زیاتو بې ځایه شویو خلکو کړاونو متحده ایالات، ملګري ملتونه او د کاناډا، ایتوپیا، جرمني، اردن، مکسیکو او سویډن مشران دیته وهڅول چې خپلو هیوادونو کې زیات شمیر مهاجر ومني او یا ورسره نورې مالي مرستې وکړي.