لویزیانا کې درې پولیس وژل شوي؛ اوباما د ملي یووالي غږ کړی
د راپورونو له مخې، د امریکا لویزیانا ایالت کې د پولیسو درې مامورین په ډزو وژل شوي. تردې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما د یوه خبري کنفرانس له لارې پر خلکو د ملي یووالي غږ کړی.
په دغو ډزو کې چې د بتان رووګ ښار د پولیسو مرکزي دفتر ته څېرمه شوي، لږ ترلږه درې نور پولیس ټپیان شوي.
وړاندې ویل شوي و چې د برید یو تورن وژل شوی او ښایي دوه نور تورن کسان تښتېدلي و، خو د لویزیانا پولیس اوس وایي چې فکر کېږي وژل شوی کس یواځنی بریدکوونکی وي.
پولیسو د ډزو سیمې شاوخوا لارې بندې کړې او په سیمه کې شکمن توکي د یوه روباټ په وسیله وارزول چې چاودېدونکي توکي نه دي.
امریکایي رسنۍ وایي، شکمن بریدګر ګوین لانګ د میزوري ایالت کانزاس سیټي اوسېدونکی و.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې ښاغلي لانګ د امریکا بحري ځواکونو کې پنځه کاله دنده ترسره کړې او په عراق کې هم شپږ میاشتې د سرتېري په توګه پاتې شوی.
چارواکي وایي، تر اوسه د دغو ډزو انګېزه او د تورپوستي الټن سټرلېنګ د وژل کېدو سره یې د احتمالي تړاو په اړه معلومات نه لري.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما تر دغې پېښې وروسته د ملي یووالي غږ کړی او خبرداری یې ورکړی چې له دې پېښو په ټاکنیزو منډو ترړو کې د سیاسي جګړو توندولو لپاره ګټه پورته نشي.
هغه د یکشنبې تر غرمې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، "موږ اختلافات لرو او دا نوې څه نه دي. د همدې لپاره ډېره مهمه ده چې ټول داسې خبرې او کړنې ولري چې هېواد کې د یووالي پیاوړې کېدو لامل شي."
غبرګونونه
اوباما زیاته کړه، "اورته لمن وهونکو شعارونو ته اړتیا نه لرو."
د امریکا ولسمشر وویل، "انګېزه که یې یوې خواته پرېږدو، ددغو درېیو زړور پولیسو وژل کېدل د داسې خطر څرګندونه کوي چې پولیس ورسره په ټول هېواد کې هره ورځ مخ دي او موږ باید د یوه ملت په توګه په څرګنده ووایو چې هېڅ شی د قانون د ساتونکو پروړاندې تاوتریخوالی نه توجیه کوي."
اوباما وړاندې په یوه بیانیه کې ویلي و، "زه په کلکو ټکو په بتان رووګ کې پر پولیسو دغه برید غندم."
هغه زیاته کړه، د قانون ساتوکو پروړاندې تاوتریخوالی "هېڅ توجیه" نه لري او څوک چې دا ډول "ډارن" بریدونه کوي، د "هېچا استازي نه دي."
ډونلډ ټرمپ او هېلري کلنټن
د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ په خپل ټویټر او فسبوک پاڼې دې پېښې ته غبرګون ښوولی او هغه یې په امریکا د "مشرۍ تشې" پایله بللې ده.
دیموکراتې کاندیدې هیلري کلنټن هم په یوه خبرپاڼه کې وویل، "پر پولیسو برید، پرموږ ټولو برید دی. د هغو ښځو او نارینه وو پروړاندې تاوتریخوالی او کرکه هېڅ توجیه نه لري چې د کورنیو د خدمت لپاره هره ورځ خطر پرغاړه اخلي."
بتان رووګ هغه ښار دی چې په دې وروستیو کې پکې د الټن سټرلېنګ په نوم یو تورپوستی سړی د پولیسو په ډزو ووژل شو او نژدې یوه اونۍ وړاندې په دغه سیمه کې له تورپوستو سره د پولیسو د رویې پرضد لاریونونه وشول.
نژدې لس ورځې وړاندې ددغه ډول اعتراض په لړ کې د پولیسو پنځه مامورین د ټکساس په دالاس ښار کې په ډزو ووژل شول.