شاته

افغاني ټولنه کې باورونه او پر وړاندې یې عقیدې 

کله چې انسان پېدا شوی او عقل یې ملګرتیا کړې، نو په بېلابېلو وختونو کې ورسره بېلابېل باورونه او عقاید مله شوي دي.

انسان د ځینو اعمالو او کړنو پر وړاندې باورونه تر لاسه کړي او بیا یې پر دغو باورونو عقیده رامنځته کړې چې له پېړیو -پېړیو راهیسې دا چاره دوام لري.

اوسني فلکلور پوهان وايي، په کومو سیمو کې چې ساینس ډېر پرمختګ نه وي کړی، هلته پر فلکلوریکو ارزښتونو باورونه زیات وي.

دوی وايي، د ساینس له پرمختګ سره ځیني باورونه او عقیدې هم کمزورې کېږي.

افغاني ټولنه کې لا هم د فلکلوریکو او بېلابېلو مسایلو پر وړاندې باورونه موجود دي، یاد باورونه یې تر ډېره مثبت او یو شمېر یې منفي خواوې هم لري.

پر باورونو او انګېرنو عقیده لرله، د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ټولو اوسیدونکو ځانګړنه ده، یوازې دا نه چې په نوره نړۍ کې به پر باورونو او انګېرنو عقیده نه وي، یادې عقیدې په هر ځای کې موجودې دي، خو یوازې شکلونه یې تغیر کوي.

دا خپرونه دلته اروېدلی شئ:


جوړوونکی: محبوب شاه محبوب