شاته

ولسمشر غني د کرکټ ملي ټيم پرونۍ بريا وستايله

افغان ولسمشر اشرف غني د کرکټ د ټیم د پرونۍ بریا له کبله ټولو افغانانو او د کرکټ د ملي ټیم غړو ته مبارکي وويله .

د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ څلورمه لوبه پرون د افغان لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیده. د دې لوبه کوربه هم ایرلینډ دی .

د پرونۍ لوبې پچه افغان لوري وګټله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه. افغان توپوهونکو په ټولو پنځوسو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۲۹ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۳۰ هدف و ټاکه .

په افغان لوبغاړو کې راشد ارمان ۶۰ ، محمد نبي عیسی خیل پنځوس او رحمت شاه ۴۸ منډې جوړې کړې.

ایرلنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او د لوبې په ۴۱ اوور کې یې د ۱۵۰ منډو په جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه یې وبایلله.

د افغان توپ اچوونکو له لوري راشد ارمان ۴، رحمت شاه ۲، یامین احمدزي ۱ او دولت ځدراڼ هم د سیالې لوبډلې ۱ لوبغاړی وسوځاوه.