شاته

په پکتیا کې خصوصي ښوونځي په زرګونو زده کوونکي لري

په پکتیا کې اوسمهال نږدې ۱۵ خصوصي ښوونځي فعاليت کوي او په زرګونو زده کوونکو لري.

دوولس کلن عصمت الله د پکتيا مرکز ګردېز د يوه خصوصي ښوونځي زده کوونکی دی. هغه وايي، پلار يې ځکه خصوصي ښوونځي کې اچولی، چې درسونه يې معمولاً ښه دي.

تر دې مخکې عصمت الله په دولتي ښوونځي کې زده کړې کولې، خو عام باور دا دی، چې په دولتي ښوونځيو کې د زده کړو بهير هومره جدي نه ښکاري، چې خلک يې غوښتنه کوي.

عصمت الله وايي چې ”موږ ته ښوونکي په خپل وخت راځي، بېځايه ساعت نه تېروو. خپل نظافت هم ساتو. دې ښوونځي کې موږ ته ښوونکي ډېر ښه درسونه وايي او ډېر ښه مو پوهوي‟.

د ارقامو له مخې دا مهال د پکتيا د ځينو ولسواليو ترڅنګ په ګردېز کې ۱۳ خصوصي ښوونځي فعاليت لري، چې د شاوخوا زرو نجونو په ګډون څه باندې اته زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

که څه هم ددې ښوونځيو د زده کړو په کيفيت کې څه ناڅه د ستونزو خبره کېږي، خو د مدني فعال حامد احمدزي په وينا په مجموعي توګه د پوهنې په پرمختګ کې مهم ګام بلل کېږي.

حامد زياته کړه چې ”په خپله خلک هم له شخصي ښوونځيو راضي دي. ښوونکي يې په وخت حاضرېږي او درسونه ورکوي. نسبت دولتي ښوونځيو ته دلته خصوصي ښوونځي ښه دي ‟.

ظاهراً داسې ښکاري، چې د ګردېز خصوصي ښوونځي تر ډېره بريده پرهغو امکاناتو سمبال دي، چې د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو پرمهال ورته اړتيا لېدل کېږي.

بل مدني فعال جهاد احمدزی وايي چې ”طبيعي ده، هغه زده کړې چې په پيسو ترسره کېږي، نسبت هغو زده کړو ته ډېرې موثرې دي، چې پيسې نه پرې ورکول کېږي‟.

د پکتيا د پوهنې رئيس لقمان حکيم بيا د خصوصي ښوونځيو د زده کړو بهير ښه ارزيابي کوي، خو ترڅنګ يې دا هم نه مني، چې ګني په دولتي هغو کې زده کړې ښې نه دي.

لقمان حکيم زياته کړه، هلې ځلې يې شروع کړې دي، چې په دولتي او خصوصي دواړو کې د زده کړو بهير جدي وڅاري او د ستونزو د حل لپاره يې کوټلي ګامونه واخلي.

هغه وويل چې ” په دولتي ښوونځيو کې اوس درسونه ډېر ښه شوي دي. په خصوصي ښوونځيو کې ډېری هغه خلک خپل ماشومان شاملوي، چې اقتصادي وضعيت يې ښه وي‟.

په مجموعي توګه سړی ويلی شي، چې په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان د نورو ولايتونو ترڅنګ په پکتيا کې د پوهنې وضعيت، د کيفيت او کميت له پلوه ورځ تربلې په ښه کېدو دی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.