درې امریکايي پولیس په یو برید کې ووژل شول
د امریکا د لویزیانا ایالت د روژ په ښار کې پر پولیسو ډزې شوې چې درې پولیس په کې وژل شوي او یو شمېر نور یې ژوبل دي.
د روژ ښاروال رسنیو ته ویلي چې لومړی د پولیسو پر یوې ادارې ډزې وشوې او چې پولیس د پېښې ځای ته ورغلل له یو بل وسله وال کمین سره مخامخ شول.
پولیس وايي بریدګر هم د پولیسو په ډزو وېشتل شوی خو لا يې د ژوند او مرګ معلومات نشته دي. د پېښه ځای د پولیسو د یو مرکز په یو نیم کیلو مېترۍ کې ده، چې اوس ورغلې ټولې لارې یې تړل شوي دي.
د پېښې په ځای کې د پولیسو ګاډي او امبولانسونه لیدل کیږي او همدغه راز په فضا کې ځینې څرخي الوتکې هم پروازونه کوي.
تراوسه د دغې نوې پېښې علت معلوم نه دی.
تر دې پېښې شاوخوا یوه اونۍ مخکې په همدغه ښار او د متحدو ایالتونو په ځینو نورو ښارونو کې د پولیسو له لوري د یو تورپوستي د وژلو پر ضد مظاهرې وشوې. په یوې مظاهرې کې یو وسله وال سړي د تګزاس ایالت د دالاس په ښار کې پر پولیسو ډزې وکړې او پنځه پولیس یې ووژل.