شاته

د مهمندو په قابیلي سیمه کې یو ځانمرگي ١٦ تنه وژلي

یو ځانمرگي د افغانستان سره په پوله د خیبر پښتونخوا ایالت د مهمندو د قبائیلي سیمې په یو جومات کې ځان په بم الوزولی او ١٦ تنه یې وژلي دي.

دا پیښه د مهمندو د پایي خان د کلي په جومات کې د جمعې د لمانځه پر وخت شوې ده.

د مهمند اجنسۍ مقاماتو د رویترز اژانس ته ویلي دي چې په دې پیښه کې شاوخوا ٢۴ تنه ټپیان شوي هم دي.

بل لور ته د جنوبي وزيرستان په سرا روغه سيمه کې هم د يوې بمي چاودنې له امله د يو تن د وژل کيدو خبر ورکړ شوی دی.

د راپورونو له مخې د روان کال د پيل راهیسې په پاکستان کې ځانمرګو بريدونو او بمي چاودنو زور اخیستی چې پکې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ او حکومت ادعا کوي چې په هيواد کې یې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره په شمالي وزيرستان کې موثر پوځي عمليات کړي دي. دوی وایي چې په دې عملیاتو کې څه دپاسه ٣٥٠٠ ترهگر وژل شوي دي.

څیړونکي وایي په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو بریدونه یو څه کم شوي دي خو د دوی په وینا نورې سخت دریځه ډلې په دې هيواد کې لا هم د بريدونو توان لري.

دوی دا هم وایي چې د پاکستان د پنجاب صوبه، چې تر ټولو زياته اباده ده، د سخت دریځو ډلو لپاره یو امن ځای گڼل کیږي.

د راپورونو له مخې د پاکستان پارلمان په دې اړه بحث کوي چې پوځ ولې په پنجاب کې د سخت دریځۍ د مخنيوي لپاره زيات کار نه کوي.