BBC
 شاته

مومندو کې ځانمرګي بريد مرګژوبله اړولې

د پاکستان قبايلي سيمې چارواکي وايي ډيورنډ کرښې ته څېرمه مومندو کې د جمعې لمانځه پر مهال يو ځانمرګی بريد شوی چې لږ ترلږه ۱۵ تنه په کې وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي. امنيتي چارواکي وايي ځانمرګی بريد انبار سيمه کې شوی دی.