شاته
"که پاکستان توپیري چلند ته دوام ورکړي، جګړه نه ختمېږي"
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ اولسن ویلي؛ د ترهګرۍ پرضد د اسلام اباد جګړه به تر هغه روانه وي، ترڅو چې په نورو هېوادونو کې بریدکوونکو ډلو پر وړاندې د توپیري چلند پالیسي بدله نه کړي. اولسن دا خبرې د امریکا سنا مجلس ناسته کې کړي.