شاته

د پکتیکا په برمل کې د پولیو بله پیښه ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي،چې د پکتیکا د ولایت د برمل په ولسوالۍ کې یو اتلس کلن وزیرستانی ماشوم، چې کورنۍ یې له شمالي وزیرستان څخه دغې ولسوالۍ ته کډه شوې، د ماشومانو د فلج یا پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.

د پکتیکا ولایت په برمل والسوالي کې د ماشومانو د فلج یا پولیود دغې تازه پیښې سره په دغه ولایت کې په روان کال کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر دوو ته رسیدلی دی.

دافغانستان د عامې روغتیا وزارت نږدې یوه میاشت وړاندې هم په دې ولسوالۍ کې د وزیرستاني مهاجرو د اوسیدانی په سیمه کې د پولیو یوه بله مثبت پیښه هم ثبت کړې وه.

برمل ولسوالۍ د پکتیکا ولایت په جنوب کې د جنوبي وزیرستان سره په پوله کې پرته یوه پراخه غرنۍ والسوالۍ ده، چې اوسېدونکي يې د ژوند له ډېرو اسانتیاوو بې برخې او له ډول ډول مشکلاتو سره مخ دي.

د پولیو د دغې تازه پيښې په اړه په کابل کې د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د چارو مسؤل ډاکټر ګلاخان امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، چې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی ماشوم انور نومیږي چي اتلس میاشتې عمر لري او د برمل والسوالۍ اوسېدونکی دی.

ډاکټر ګلاخان وویل، چې د دوی پلټونې ښيي چې دغې ماشوم ته هیڅ ډول واکسین نه دي شوي او په پایله کي د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.

ډاکټر ګلاخان وویل "دې ماشوم تر دې دمه پورې نه د ورځني او نه هم د کمپاين په جریان کی واکسین اخیستی نو همدغه لامل وو، چې ماشوم د پولیو پر وړاندې ډیر حساس وه او د پولیو ښکار شو"

په پکتیکا ولایت کې د پولیو په برخه کي د فلج ناروغانو مسؤل ډاکټر عظیم هم دا پیښه امریکا غږ اشنا راډیو ته تائید کړې ده.

ډاکټر عظیم وویل، چې دا ماشوم هم د ګاوندي هېواد پاکستان څخه راستون شوی مهاجر دی.

ډاکټر عظیم وویل "د اولې پیښي په تعقیب دوهمه پېښه هم په کډوالو وروڼو کي ده چي له شمالي وزیرستان څخه راغلي وو او دا پیښې ځکه په مهاجرو کی ډیرې دي چي د پولی بلې غاړې ته هم د پولیو ضد کمپاینونه نه دي ترسره شوي "

په افغانستان کې د روان عیسوي کال له پیل څخه تر اوسه د ماشومانو د فلج یا پولیو نهه پیښې ثبت شوي دي، چې وروستۍ دواړه یې د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

تیرکال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر شلو ته رسیدلی وو.