"د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسلیک وروسته هم اورکم دوام کوي"
د طالبانو دسیاسي دفتر یوه غړي بي بي سي ته ویلي چې له امریکا سره په لاسلیکېدونکي تړون کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یادونه شوې او تمه ده چې د اورکم موده وغزول شي. د امریکا د بهرنیو چارو ویلي په تېرو شپږو ورځو کې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راغلی.
د طالبانو دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي په دوحه کې د بي بي سي خبریال شعیب شریفي ته ویلي چې د دې هوکړې یوه ماده کې ویل شوي چې له لاسلیک وروسته به په تاوتریخوالي او جګړه کې د پام وړ کموالي رامنځته کیږي. د دې سرچینې په وینا له دې مطلب دادی چې د تېرې اونۍ په څېر حالت به دوام کوي.
د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ د رواني فبروری پر ۲۲ نېټه پيل شوه او نن ( شنبه ۲۸ فبروري) یې د شوې هوکړې له مخې وروستۍ ورځ ده.
دغه راز ځینې سرچینې وايي چې دا هوکړه لیک به د امریکا له خوا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د طالبانو مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبد الغني برادر لاسلیک کوي. خو امریکايي چارواکو د دې خبرې پخلی نه دی کړی.
- د ناټو مشر او د امریکا دفاع وزیر سبا کابل ته ځي
- افغان حکومت طالبانو سره لومړۍ رسمي ناستې لپاره قطر ته پلاوی استولی
- افغان سوله؛ داسې خبرې غواړو چې پایله یې ریښتونې سوله وي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تېرو شپږو ورځو کې په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راغلی.
د رویټرز خبري اژانس په حواله هغه نن جمعه په یوه وینا کې د ایران هڅو ته په اشارې سره ویلي چې وضعیت له نږدې څاري چې معلومه کړي چې که چېرته "د ايران اسلامي جمهوريت په افغانستان کې زموږ د سولې او پخلاینې هڅو کمزوري کولو لپاره لا نورې فعالې هڅې پیل کړې وي. "
بل لورته په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون د لاسلیک لپاره چمتو والی روان دی. په دې اړه غونډه کې د ګډون لپاره د را بلل شویو کسانو له ډلې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دوحې رسیدلې دی.
ښاغلي قریشي ویلي په دې هوکړه کې د پاکستان رول "سل سلنه" و او که پاکستان همکاري نه وه وکړی نو "نن به ددې ورځې شاهدان نه وو."
په قطر کې د طالبانو سرچیني وايي د تړون د لاسلیک غونډې ته ګډونوال د کوربه هېواد قطر له خوا بلل شوي، او هغه کسان چې دوی غوښتل را ویې بولي د هغوی نوملړ قطري چارواکو ورکړل شوی دی.
ځايي سرچیني وايي چې د غونډې ځینې ګډونوال وار له مخه رارسېدلي او تمه ده چې په قطر کې د ځینو هېوادونه استازي دغې غونډه کې برخه واخلي.
بل خوا افغان حکومت له طالبانو سره د لومړۍ رسمي ناستې په نیت یو شپږ کسیز پلاوی قطر ته استولی دی. د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مشر سلاکار فضل محمود فضلي بي بي سي ته وویل، دا د "مقدماتي تماس پلاوی" دی او ټینګار یې کړی چې مذاکرات او کومې پرېکړې نه کوي.
ښاغلي فضلي زیاته کړې، دا پلاوی د طالبانو په بیا بیا غوښتنه قطر ته استول شوی، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته تېره ورځ ویلي، یاد پلاوی د طالبانو لخوا قطر ته نه دی ور غوښتل شوی او دوی به ورسره هېڅ ډول خبرې ونه کړي.