شاته

د سولې له هوکړه لیک سره هم مهاله اسپر او سټولټنبرګ کابل ته ځي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ټاکل شوې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ سبا شنبه کابل ته د سفر پر مهال له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام په اړه یو ګډه اعلامیه اعلان کړي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال نن جمعه د «فبرورۍ پر۲۸مه» امریکا غږ ته وویل چې دا د هغه ژمنو تازه والی دی چې امریکا او نړیواله ټولنه یې له افغان حکومت سره لري.

نوموړي زیاته کړه:"د دې اعلامیې هدف دادی چې له تروریزم سره پر جګړه باندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ په ټول کې د افغانستان د نظام ملاتړ دی چې ژمنې تازه کیږي."

تر دا مهاله خپله د امریکا دفاع وزارت او ناټو افغانستان ته د دوغو لوړپوړو چارواکو د سفر په اړه تبصره نه ده کړې.

د امریکا او ناټو دغه لوړپوړي چارواکي پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې ټاکل شوې سبا د قطر مرکز دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې یو تړون لاسلیک شي.

د افغانستان جمهوري ریاست د یاد تړون لاسلیکول سولې ته د رسېدو په برخه کې یو ګام ګڼي او زیاتوي چې له دغه بهیر څخه خبر دي.

په ورته وخت کې یوه حکومتي سرچینه وايي چې یو شپږ کسیزه دولتي پلاوی له طالبانو سره د بندیانو د خوشي کولو په اړه د خبرو په هدف تېره ورځ قطر ته رسېدلی دی.

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي امریکا غږ ته وویل چې یاد پلاوی به په دوحه کې له طالب استازو سره د دواړو لورو زندانیانو د ازادولو په اړه خبرې وکړي.

ویل کیږي چې په دغه پلاوي کې د امنيت شورا په استازيتوب، سالم شاه ابراهيمي، د سولې په چارو کې د دولت د وزارت معين تورن عبدالخالق بالاکرزی، د عدلې وزارت معينه مېرمن عادلي، د بهرنيو چارو د وزارت استازی فيض الله زکي، د حج اوقاف وزارت معين مولوي مظفري او د افغانستان د محابسو د تنظيم مشر توتاخيل شامل دي.

د سولې په چارو کې د افغان دولت د وزارت ویاندې ناجیې انوري هم قطر کې د افغان پلاوي سفر ته په اشاره ویلي چې د طالب بندیانو خوشي کول یوازې د افغانستان د جمهوري ریاست په واک کې دي.

نوموړې زیاتوي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ټولو اړوند بنسټونو سره د طالب بندیانو د خوشي کولو پر موضوع بشپړ واک لري او په دې اړه هر پرېکړه به د ملي ګټو په اساس ونیول شي.