شاته

اېسپر او میلي: طالبانو سره پر "پټو معاملو" نه پوهېږو

د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر او د هغه هېواد د وسله والو قواوو لوي درستیز جنرال مارک میلي وایې چې له طالبانو سره د سولې موافقتنامې له "ضمیمو" څخه خبر نه دي.

د دفاع وزارت دواړو مشرانو د چهارشنبې په ورځ [فبرورۍ ۲۴] د استازو مجلس د وسله والو خدمتونو په کمېټه کې د موافقتنامې په اړه د وکیلانو پوښتنو ته ځواب ووایه.

د امریکا د ولسمشر د پخواني مرستیال ډېک چیني لور، لیز چيني له اېسپر نه پوښتنه وکړه چې آیا په موافقتنامه کې له "پټو فرعي معاملو" نه خبر دی یا نه.

ایسپر وویل "د هغه څه په اړه چې تاسې یې یادوئ، په ذهن کې مې اوس څه نه ګرځي."

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه چې په پټه پر ځېنو مسایلو د موافقې له کېدو نه خبر نه دی.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ [فبرورۍ ۲۹] امریکا له طالبانو سره د سولې موافقتنامه لاسلیک کړي.

همدارنګه، لوي درستیز مایک میلي د استازو مجلس له غړو سره ژمنه وکړه چې د سولې په سند کې به "هر ډول شرطونه" له سره وګوري.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ څو ځلې ویلي چې له طالبانو سره تر موافقې وروسته به یې هېواد په افغانستان کې استخباراتي حضور ولري.

د امریکا لوي درستیز ويلي چې طالبانو سره د استخباراتي معلوماتو له شریکولو څخه ملاتړ نه کوي.