BBC
 شاته

د ایران د ولسمشر مرستیاله په کورونا ویروس اخته شوه

ابتکار د انځور حقوق MEHR
Image caption د مېرمنو او کورنۍ په چارو کې د ولسمشر مرستیاله

د مېرمنو او کورنۍ په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکار پر کورونا ویروس اخته شوې، او په دغه هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړو شمېر ۲۶ تنو ته لوړ شوی.

د ایران د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو مشر کیانوش جهانپور وايي له پرونه د نن ( پنجشبنې ۲۷ فبروري) تر ماسپښینه ۱۰۶ مثبتې پیښې هم ثبت شوي دي. د نوموړي په خبره اوس ویلی شي چې په ایران کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۴۵ ته لوړ شو. د مړو شمیر تر پرون شل تنه ښودل شوی وو.

د ښاغلي جهانپور په وینا د نویو مثبتو پېښو تر ټولو ډېره برخه یانې ۳۸ پېښې په تهران ولایت، ۲۳ په ګیلان ولایت او اوه پېښې په قُم کې ثبت شوي دي.

د مېرمن ابتکار رسنیزې همکارې فریبا ابتهاج ویلي چې د ولسمشر مرستیاله اوس په خپله کور کې بستر ده. دغه راز په پارلمان کې د قُم استازي او د امنیت کمېسیون مشر مجتبی ذو النور پر انسټاګرام خبر ورکړی چې دی هم د کورونا پر ویروس اخته شوی دی.

د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د ایران حکومت اعلان کړی چې د تهران په ګډوڼ په هغو ښارونو کې به سبا جمعې لمونځ نه ادا کیږي په کومو کې چې د کورونا وېروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په ایران کې د کورونا وېروس له کبله د مړو د شمېر سلنه د نورو هېوادونو پر تله ډېر لوړه ښودل شوې ده. له کله چې تېره اونۍ په قُم کې د کورونا وېروس د مثبتې پېښې اعلان وشو، د دې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د معلوماتو ورکولو او د دولتي بنسټونو د هڅو د څرنګوالي په اړه یو لړ نیوکې شوي دي.

د حکومت ځینو نیوکه کوونکو تور پورې کړی چې حکومت د سیاسي موخو لپاره او د ناروغۍ په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله معلومات پټ ساتلي. خو د ایران د عامې روغتیا مرستیال وزیر ایرج حریر دا تورونه درواغ بللي. څو ورځې وړاندې نوموړی هم په کورونا وېروس اخته شو.

پر ایران د نیوکو په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر ټویټر لیکلي چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي "د مسؤولیت منلو پر ځای د مسافر وړونکې الوتکې د سپرلیو د وژلو او په ا یران کې د شته روغتیايي خطرونو په اړه درواغ وايي. "

د انځور حقوق AFP
Image caption د تازه شمېرو له مخې د مثبتو تر ټولو ډیر شمېر په تهران کې ثبت شوي دي

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک ویلي خلکو ته د ایران رژیم له خوا په تېر کې ویل شویو درواغو ته په کتو "باید انتظار وکړو چې د مړو شمېر له اعلان شوې شمېر لوړ وي. "د افغانستان په بل ګاونډې پاکستان هم کې پرون ( چارشنبې ۲۶ فبروري) د کورونا ویروس د دوه مثبتو پېښو خبر ورکړل شو.

په افغانستان کې د عامې روغتیا چارواکي ویلي چې له پرون ( چارشنبې ۲۶ فبروري) راهېسې د کورونا وېروس ۱۵ شک لاندې پېښې یې ثبت کړې وې چې پنځه یې منفي دي. په دې ډله کې لس یې په کابل او پاتې نور په هرات، غور او بغلان ولایتونو کې دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي له کابله د لس ثبت شویو پېښو پنځه یې منفي ثابتې شوې او پاتې نورې تر معاینې لاندې دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د ۳۰ شک لاندې پېښو رپوټ ورکړل شوی خو تر اوسه یوه مثبته پېښه ثبت شوې چې په هرات کې ده.