افغان حکومت طالبانو سره لومړۍ رسمي ناستې لپاره قطر ته پلاوی استولی
افغان حکومت له طالبانو سره د لومړۍ رسمي ناستې په نیت یو شپږ کسیز پلاوی قطر ته استولی دی. د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مشر سلاکار فضل محمود فضلي بي بي سي ته وویل، دا د "مقدماتي تماس پلاوی" دی، او ټینګار یې وکړ چې مذاکرات او کومې پرېکړې نه کوي.
ښاغلي فضلي همدا راز وویل چې دا پلاوی د طالبانو په بیا بیا غوښتنه قطر ته استول شوی دی.
خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل چې دا پلاوی د طالبانو لخوا قطر ته نه دی ور غوښتل شوی او دوی به ورسره هېڅ ډول خبرې هم نه کوي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې که چېرې دا پلاوی د قطر حکومت یا امریکایانو قطر ته ور غوښتی وي نو جلا خبره ده، خو طالبان ورسره نه ګوري.
که چېرته د دواړو خواو ترمنځ لیدنه کېږي نو دا به لومړی ځل وي چې افغان طالبان رسماً د افغان حکومت له یو پلاوي سره مخامخ خبرو ته کېني.
په دې پلاوي کې د سولې د وزارت مرستیال عبدالخالق بالاکرزی، د ملي امنیت شورا مرستیال سلیم شاه ابراهیمي، په اندونیزیا کې د افغانستان سفیر فیض الله ذکي، د عدلیې وزارت مرستیاله مېرمن زکیه عادلي، د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي مظفري او د محابسو د تنظیم ادارې مشر ښاغلی توتاخېل شامل دي.
یاده دې وي چې تر دې دمه د طالبانو دریځ دا پاتې شوی چې له افغان حکومت سره به مخامخ خبرې نه کوي.
- کابل کې چاودنې ۹ کسان ټپیان کړل؛ طالبان وایي دوی پورې اړه نه لري
- امریکا او برتانیا د اشرف غني د لوړې مراسمو ځنډولو هرکلی کړی
- ډونلډ ټرمپ: طالبانو سره د سولې هوکړې لاسلیک ته چمتو یم
دا په داسې حال کې ده چې راتلونکې شنبه وسله وال طالبان او امریکا په قطر کې د سولې په اړه خپلمنځي هوکړه لاسلیکوي.
ټاکل شوې ده چې د دې هوکړې له لاسلیکېدو وروسته به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.
افغان حکومت تر دې دمه د دې مذاکراتو لپاره خپل پلاوی نه دی اعلان کړی.