شاته

امریکا ته د فلیپین د بهرنیو چارو د وزیر خبردرای

د فلیپین د بهرنیو چارو وزیر پرفیکټو یاسې چې پرون د پنجشنبې په ورځ یې په واشنګټن کې په یوې غونډې کې خبرې کولې، وویل چې د ښکیلاک د وخت قدرت لرونکو هیوادونو او فلپین تر منځ باید چې" دوه اړخیز درناوي" موجود وي.

ښاغلي پرفیکټو وویل چې د فلپین خلک نور د امریکا " واړه نصواري رنګه ورونه ندي. " دا هغه اصطلاح ده چې د امریکا متحده ایالاتو د فلپین خلکو ته د استعمار پر وخت کاروله.

د بهرنیو چارو وزیر یاسې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې هیواد یې د امریکا سره مثبتو اړیکو ساتلو ته ژمن دی خو خبرداری یې ورکړ چې امریکا دې د بشري حقونو په هکله د فلپین حکومت ته "لکچر" نه ورکوي.

د فلیپین د بهرنیو چارو وزیر وویل د امریکایي ملګرو او مشرانو نه غواړم چې د کامیابۍ او پرمختګ لپاره دې زمونږ هیلو ته پام وکړي او دا چې مونږ د تل لپاره د امریکا " واړه نصوراي رنګه ورونه " نشو پاتې کیدلی.یاسې زیاته کړه چې پکار ده مونږ پرمختګ وکړو او د خپل ولس " مشران وروڼه" شو.

د فلیپین دغه دیپلومات د واشنګټن نه په ټینګه وغوښتل چې د مرستو د ورکولو لپاره دې د بشري حقونو په هکله د لکچر ورکول شرط نږدي. او زیاته یې کړه چې " تاسو د فلپین خلکو ته دا نشئ ویلی چې د پرمختګ لپاره درسره مرسته کوم خو پدې شرط چې دغه کارونه وکړئ ; د بشري حقونو په هکله تاسو ته لکچرو درکوو. "

خو د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست بیا وایي جمهور رئیس براک اوباما دا خبره واضح کړیده چې د بشري حقونو مسله "د فلیپین سره زمونږ په اړیکو اغیزه لري. "

سره لدې چې د فلیپین جمهور رئیس روډریګو دوترته ویلي دي غواړي چې د واشنګټن سره د امنیت په برخې کې همکاري محدوده کړي خو د بهرنیو چارو وزیر پرفیکټو یاسې بیا وویل چې مانیلا د دفاعي چارو په هغه موافقې ژمنه ده چې له مخې امریکا د فلیپین پنځو نظامیي اډو ته لاسرسی لري.

یاسې وړاندې وویل چې فلیپین به تر دې وروسته د جنوبي چین په بحیره کې د امریکا سره په ګډو نظامي تطبیقاتو او ګزمو کې برخه نه اخلي.
د ښاغلي یاسي د دغو څرګندونو نه وړاندې د فلیپین جمهور رئیس روډریګیز دوتیرته هم د متحده ایالاتو د جمهور رئیس براک اوباما په هکله " جنجالي" څرګندونې کړې وې.
ښاغلي دوتیرته د جنوبي آسیا هیوادونو اتحادیې د مشرانو د غونډې نه مخکې جمهور رئیس اوباما " حرمونی" ګڼلی و او د هغه نه یې غوښتې چې په فلیپین کې د محکمې د حکم نه پرته د خلکو د وژلو په هکله دې ترې پوښتنه نکوي.

د فلیپین د جمهور رئیس ښاغلي دوترته د دغو څرګندونو نه وروسته سپینې ماڼۍ د جمهور رئیس براک اوباما سره د هغه ملاقات لغوه کړ خو پخپله اوباما بیا وروسته وویل چې ددوترته څرګندونو د "دواړو ملګرو هیوادنو اړیکې ندي زیانمنې کړې. "