شاته

افغان حکومت د کرونا مخنیوي لپاره ۲۵ میلیون ډالر ځانګړي کړل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني مالیې وزارت ته سپارښتنه کړې چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۲۵میلیونه ډالر د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړي.

ښاغلي غني تېر شپه په ارګ کې په دې اړه نیول شوې غونډه کې همدرانګه له کرونا ویروس سره د جدي مبارزې سپارښتنې ترڅنګ ویلي چې د یاد ویروس د خپرېدو مخنیوي په هدف دي د سیمې او نړیوالو سازمانونو په کچه همغږي رامنځته شي.

د ارګ لخوا د خپرې شوي اعلامیې له مخې ټولو والیانو ته سپارښتنه شوې چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیسي.

په دغه اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله راغلي:"باید په ټولو ځمکنیو او هوايي بندرونو کې اسانتیاوې رامنځته او زیانمنې شوې سیمې وپېژندل شي او د ټولو تدابېرو تر څنګ دې د خوراکي او سون توکو زېرمو ته ځانګړې پاملرنه وشي. "

تر دا مهاله پ هرات ولایت کې د کرونا ویروس د یوې مثبتې پېښې د ثبتېدو خبر ورکړل شوی دی.

د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیرزو هم ویلي چې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس ۹ مشکوکې پېښې هم تر معایناتو وروسته منفي ثابتې شوي د