شاته

په افغانستان کې د لویی جرگې په اړه، د یو امریکایي مقام اندیښنه

یو شمیر افغان سیاسي شخصیتونو د لویی جرگې جوړیدل غوښتي، خو د حکومت مشرانو ددې کار ملاتړ نه دی کړی.

په داسې حال کې چې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافونو د حل کولو او په اساسي قانون کې د حکومت د جوړښت په هکله د لویی جرگې د جوړیدو لپاره د افغانستان دننه بحثونه روان دي، اوس یو لوړپوړي امریکایي مقام هم په دې اړوند نظر څرگند کړی دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانگړي استازي ریچارد اولسن چې د سپتامبر په ١٥ د پنج شنبې په ورځ یې د سنا مجلس په یوه استماعیه غونډه کې خبرې کولې وویل، په ټاکلي وخت کې د پارلماني انتخاباتو د نه کیدو په گډون د یو لړ دلیلونو په وجه د اساسي قانون د لویی جرگې د جوړیدو لپاره شرایط مشکل دي.

ښاغلي اولسن وویل "زه فکر کوم چې مونږ به د عنعنوي لویی جرگې د جوړیدو په اړه اندیښنې ولرو، خو په پای کې دا د افغانستان د ولس پورې اړه لري چې په دې هکله تصمیم ونیسي".

ښاغلی اولسن چې ټاکل شوی تر دریو راتلونکو میاشتو پورې له خپل مقام نه گوښه شي، لومړنی امریکایي مقام دی چې د افغانستان د لویی جرگې د جوړیدو په اړه نظر څرگند کړی دی.

د حامد کرزي په گډون یو شمیر افغان سیاسي شخصیتونو هغې سیاسي موافقنامې ته په اشارې چې د ملي وحدت د حکومت بنسټ یې ایښی دی د لویی جرگې د جوړیدو غوښتنه یې کړې ده.

د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ د موافقت لیک په متن کې راغلي دي چې "جمهور رئیس ژمن دی چې د اساسي قانون د تعدیل او د صدراعظمۍ د اجرائي څوکۍ د رامنځ ته کیدو د بحث لپاره لویه جرگه جوړه کړي".

په داسې حال کې چې د سیاسي موافقې څخه دوه کاله تیریږي، تر اوسه د اساسي قانون د لویی جرگې له لارې د حکومت د جوړښت د بدلون لپاره هیڅ ډول مشخص اقدام نه دی شوی.