BBC
 شاته

د ایران د روغتیا مرستیال وزیر په کورونا وېروس اخته شو

حریرچي د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي حریرچي د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې بیا بیا په دسمال له خپل تندي خولې وچولې

د ایران د روغتیا وزیر ایرج حریرچي او د دې هېواد د پارلمان یو غړی په کورونا وېروس اخته شوي دي. ښاغلي حریرچي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې درملنه یې پیل کړې او ځان یې قرنطین کړی دی.

کورونا وېروس تر دې دمه په ایران کې ۱۵ کسان وژلي دي او چارواکي یې د خورېدو مخنیوي کې له ستونزو سره مخ دي.

همدا پرون دوشنبه د روغتیا مرستیال وزیر په یوه خبري کنفرانس کې هغه تورونه ردول چې ګواکې چارواکي په ایران کې د کورونا د خورېدو اصلي کچه پټوي

په همدې خبري کنفرانس کې کتل کېږي چې دی بیا بیا په یوه سپین دسمال له خپل تندي خولې وچوي.

ایراني چارواکي وایي، تر اوسه یې د ټول هېواد په کچه د کورونا وېروس ۹۵ مثبتې قضې ثبت کړې دي، خو ویل کېږي چې اصل شمېر تر دې ډېر لوړ دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption کورونا وېروس تر دې دمه ایران کې ۱۵ کسان وژلي

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په ایران کې د کورونا وېروس ناڅاپه خورېدا د اندېښنې وړ ده. دې سازمان دا خبرداری هم ورکړی چې کورونا وېرس په یوه نړیواله وبا بدلېدلای شي او نړیوال دې ورته چمتو اوسي.

له چین نه بهر کورونا وېروس تر ټولو ډېر کسان په ایران کې وژلي دي. په ایټالیا او سویلي کوریا کې هم وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.

په افغانستان کې تر دې دمه د کورونا وېروس یوه مثبته قضیه ثبت شوې، او ویل کېږي چې دا کس هم د ایران له قم ښاره بېرته ور ستون شوی و.