BBC
 شاته

امریکا: افغانستان کې د موازي حکومت جوړولو هڅې قانون سره په ټکر کې دي

ټاکنې د انځور حقوق STATE DEPARTMENT
Image caption امریکا وايي د ټاکنیزو مسلو پر ځای دې د سولې لپاره ګامونه پورته کړل شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته په خپل لومړي رسمي غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې د هر ډول موازي حکومت جوړولو هڅې د دې هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دي او باید ورنه ډډه وشي.

یاد وزارت نن ( سې شبنه فبروري ۲۴) په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان حکومت د ولسمشر د لوړې مراسمو پر ځنډولو موافقه کړې، او امریکا یې له دې کبله مننه کوي.

دغه اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان چې له مخې ولسمشر اشرف غني بریالی اعلان شوی څاري، خو په کار ده چې په دې اړه شته اندېښنې د اساسي قانون او له قانوني لارو هوارې کړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې راتلونکی حکومت دې پراخ بنسټه وي، داسې چې د ټولو افغانانو هیلې پر ځای کړي.

په اعلامیه کې پر افغان سیاستوالو او د هغوی پر ملاتړو غږ شوی چې "سیاسي بحثونه په ارامۍ او د زور او یا د زور کارولو له ګواښ پرته ترسره شي." او دوی "باید د اساسي قانون او قانون حاکمیت خلاف د موازي حکومتي بنسټونو د رامنځته کولو په ګډون له ټیکاو ګډوډوونکو کړنو لاس واخلي."

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني د پایلو له اعلان وروسته وینا کې د ګډ کار غوښتنه وکړه

امریکا وايي اوس د سولې وخت دی، نو "د ټاکنو پر ځای د تلپاتې سولې پر لور ګامونه اخېستل په کار دي چې له طالبانو سره جګړه ختمه کړي او سیاسي حل لار وموندل شي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تمه ښودلې ده چې د افغانانو خپلمنځي خبرې په راتلونکې مارچ میاشت کې پيل شي.

په اعلامیه کې ښکیلې خواوې هڅول شوي چې د سولې هڅو کې برخه واخلي او "د سولې لپاره پر یوه ملي اډانه" سره سلا شي، داسې اډانه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت استازولي وکړي چې پر مټ یې د سولې خبرو ته چمتو او مشري یې وکړي.

امریکا وايي د وخت په پام کې نیولو لپاره "افغانانو ته په کار دي چې پر دې مسایلو هوکړه وکړي".

د اعلامیې په پای کې له افغان حکومته مننه شوې چې د ولسمشر د لوړې مراسم یې وځنډول.

د انځور حقوق ABDULLAH FACEBOOK
Image caption عبد الله د خپل حکومت د رامنځته کولو ګواش کړی

په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلو د ټاکنو له ورځې نږدې پنځه میاشتې وروسته، یوه اونۍ وړاندې اعلان شوې. د دې پایلو له مخې ولسمشر اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریالی اعلان شو.

د دې پایلو له مخې عبد الله عبد الله ۳۹،۵۲ سلنه رایې خپلې کړې، خو ښاغلي عبد الله دا پایلې ونه منلې او ادعا یې وکړه چې دی بریالی دی او د خپل حکومت به رامنځته کوي.

عبد الله چې لا هم په حکومت کې اجرائیه مشر دی د څو ولایتونو لپاره له خپل لوري والیان هم معرفي کړل.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ښاغلي غني د لوړې مراسم ترسره کیږي. د عبدالله عبدالله پلویانو هم پر همدې ورځ د هغه د لوړې مراسمو خبره کړې وه.