شاته

منظور پښتین له زندانه ازاد شو

د امریکا غږ د ډېوې څانګې د راپور له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن سې شنبه «فبرورۍ ۲۴مه» د ډېره اسماعیل خان له زندان څخه خوشي شو.

نن مازدیګر د «PTM» ګڼ شمېر غړي او پلویان د منظور پښتین د خوشي کولو په مناسبت د ډېره اسماعیل خان د زندان مخې ته ورغلي و او تود هر کلی یې وکړ.

نوموړی د جنورۍ پر ۲۷مه د پېښور په تهکال کې د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوی و چې د خوشي کولو لپاره یې په پاکستان او افغانستان کې پراخې مظاهرې وشوې.

پر منظور پشتین باندې تور لګول شوی و چې د "وزیرستان نایټ" په نامه یوې غونډې ته په وینا کې یې د پاکستان د دولت ضد خبرې کړې دي.