شاته

امریکا غواړي د غني د لوړې مراسم وځنډیږي ـ رویټرز

په داسې حال کې چې ټاکل شوې محمد اشرف غني د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د دوهم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه د لوړوې مراسم ونیسي، خو د امریکا متحده ایالاتو له ښاغلي غني څخه غوښتي چې دغه مراسم وځنډوي.

رویټرز خبري اژانس د «فبرورۍ پر ۲۴مه» د دوو باخبره سرچینو له قوله ویلي چې د امریکا متحده ایالات اندېښنه لري چې د غني د لوړې مراسم به په افغانستان کې ټاکنیز کړکېچ نور هم پراخ کړي او همدارنګه به د امریکا په مشرۍ د افغان سولې بهیر خنډ سره مخامخ کړي.

دغه سرچینو ویلي یادې اندېښنې ته په کتو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له تېرې یوې اونۍ راپدېخوا په افغانستان کې دی او هڅه کوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ځنډولو ته وهڅوي.

تر دا مهاله افغان حکومت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تبصره نه ده کړې.

روانه اونۍ په ارګ کې یوې سرچینې امریکا غږ ته تائید کړه چې ولسمشر محمد اشرف غني یوه کمېسون ته دنده سپارلې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د نوموړي د لوړې مراسمو ته چمتووالی ونیسي.

عبدالله عبدالله چې هم ځان په تېرو ټاکنو کې بریالی ګڼي له خپل اړخه هم د لوړې مراسمو نیول کېدو خبر ورکړی دی او وار له مخکې له خپل اړخه د ځینو شمالي ولایتونو لپاره والیان معرفي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې په اساس په افغانستان کې د تېرې شنبې ورځې راپديخوا د تاوتریخوالي کمولو اونۍ يل شوې ده.

او همدارنګه ټاکل شوې ده چې راتلونکې شنبه د فبرورۍ ۲۹مه په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د افغان جګړې د پای ته رسولو په هدف د سولې تړون لاسلیک شي.