د ټرمپ عربه سلاکاره؛ چې افغانستان ته په استخباراتي سفر تللې وه
د سي اېن اېن او Politico وېبپاڼې د رپوټونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اردن الاصله امریکایۍ جولیا نشیوات د کورني امنیت د سلاکارې په توګه ګوماري.
په دې سره به اغلې نشیوات د شپږو میاشتو لپاره د پخواني سمندري قومندان او امیر البحر پیټر براون ځایناستې شي.
نشیوات په تېرو څو کلونو کې هم مهمې دندلې لرلې. د بندیانو د چارو مرستیاله استازې وه او د بهرنیو چارو د پخواني وزیر ریکس ټیلرسن د مرستیال مرستیاله وه.
اغلې نشیوات بهپه نوې دنده کې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د امریکا د ساتلو دنده مخته وړي.
جولیا نشیوات څوک ده؟
جولیا نشیوات اردن الاصله امریکایۍ ده چې د جورج ټاون پوهنتون امنیتي زدکړو کې ماسټري لري او په جاپان کې یې د توکیو د ټکنالوجۍ انستېتیوت څخه دوکتورا ترلاسه کړې ده.
نشیوات د امریکا پوځ کې د استخباراتي مامورې دنده هم مخته وړې او په دې موده کې افغانستان او عراق ته هم تللې ده.
نوموړې د ټرمپ په اداره کې د بهرنیو چارو وزارت کې هم ماموریت کړی او د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ پرمهال د ملي استخباراتو دفتر کې هم ماموره وه.
- د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار افغانستان ته تللی
- د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار استعفا وکړه
- ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار بیا بدل کړ
سپینې ماڼۍ ته په تللو سره به نشیوات د ټرمپ په اداره کې د ملي امنیت له سلاکار رابرټ اوبراین سره بیا ماموریت پیل کړي، دواړو مخکې هم په بهرنیو چارو وزارت کې دندې لرلې.
نشیوات فلوریډا ایالت کې د دغه ایالت د مشر ران ډیسانټیس په ګټه هم فعالیت درلود.
د اردن "رؤیا" تلوېزیون ویلي، جولیا نشیوات د اردن مرکز "السلط" سیمې د یوې کورنۍ غړې ده. که څه هم جولیا نشیوات امریکا کې لویه شوې، خو په عربي ژبه روانې خبرې کوي.