BBC
 شاته

پر اردوغان د سعودي دعوتګر نیوکه؛ عثماني خلافت 'نیواکګر' و

د انځور حقوق Getty Images/qurani facebook page
Image caption عائض القرني وايي د اردوغان په اړه تېروتلی و.‌

سعودي دعوتګر عائض القرني په تازه څرګندونو کې د ترکیې پر ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه پر ملاتړو نیوکې کړې او عثماني خلافت یې د اسلامي نړۍ "نیواکګر" بللی دی.‌

ډېری خواله رسنیو کارنو د القرني دا څرګندونې د انقرې او ریاض ترمنځ د ترینګلتیا پیلامه بللې ده.

القرني په یوه وېډیو کې دا څرګندونې کړې او اسراییلو ته یې د اردوغان د یوه مخکېني سفر ځینې برخې هم پکې راخیستې دي.

عائض القرني پر اردوغان تور لګولی چې ګنې "له سعودي سره دښمني کوي، اسلامي قضیې پلوري او له سوریايي وګړو یې لاس اخیستی او په لیبیا او یمن کې مداخله کوي."

القرني د رجب طیب اردوغان ملاتړو ته په خطاب کې ویلي: "د ده مینه والو او غزلبولو ته وایم،‌ ایا دی [اردوغان] شرابخانې او د نشې ځایونه نه لري، ایا د قبرونو عقیدې او تصوف نه لري؟"

"عثماني خلافت نیواکګر و"

القرني ویلي: "عثماني واکمني د سیمې او اسلامي نړۍ لپاره نیواکګره وه، دوی نه پوهه خپره کړه، نه توحید او نه کلتور او صنعت".

ډېرو خلکو ته د دغه سعودي دعوتګر د اوسني دریځ په اړه ګڼې پوښتنې پیدا شوې؛ ځکه چې پخوا یې اردوغان څو ځله ستایلی او عثماني خلافت یې "د اسلام ټینګه کلا" بللې وه.

خو القرني وايي د اردوغان په اړه تېروتلی و.‌

په سعودي کې د خواله رسنیو کارنو پر اردوغان د القرني د نیوکو ملاتړ کړی.‌

خو نورو بیا القرني "ژر خپل رنګ بدلوونکی" بللی، ځکه چې پخوا یې اردوغان ستایه خو اوس یې غندي.

د انځور حقوق الصورة من حساب الشيخ على انستجرام
Image caption عائض القرني وايي "د اسلامي امت رهبر سلمان بن عبدالعزیز دی."

دوی وايي، ښايي القرني د سعودي واکمنو د خوشالولو لپاره دا کار کړی وي، ځکه چې سعودي کې چې هر نوموتي عالم پر سعودي نظام او واکمنو نیوکه کړې، ژر زنداني شوي او ځپل شوي او ان د ځینو د اعدام خبرې هم لاس په لاس شوې، چې ګڼ پکې د القرني نژدې ملګري دعوتګر او مبلغین هم دي.

ځینو خواله رسنیو کاروونکو ویلي، د سعودي نظام توانېدلی چې پر دیني بنسټونو خپل پوره راج وچلوي او دعوتګر د د واکمن نظام سیاست ستایلو ته اړباسي.

عائض القرني وايي "اردوغان له هر هغه چا سره ولاړ دی چې د سعودي دښمني کوي، په مالیزیا کې یې د اسلامي نړۍ سرمشریزه کې د مسلمانانو صف ړنګ کړ او له صفوي ایران سره ودرېد او ځان د مسلمانانو مشر هم بولي. حال دا چې د اسلامي امت رهبر سلمان بن عبدالعزیز دی."