BBC
 شاته

'خلیلزاد له غني او عبدالله د لوړو د مراسمو ځنډول غوښتي'

خلیلزاد د انځور حقوق Getty Images

سرچینې وايي، امریکايي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه له ټاکنیز سیال، عبدالله عبدالله، غوښتي چې د جوړجاړي په موخه د خپلو لوړو پلان کړي مراسم وځنډوي.

د افغان حکومت یوې باوري سرچینې پرون (دوشنبه) دا خبره بي بي سي ته وکړه، چې رویټرز خبري اژانس ته هم امریکايي او افغان سرچینو تایید کړې ده.

ښاغلو غني او عبدالله دواړو د ولسمشرانو په توګه د خپلو لوړو لپاره د را روانې پنجشنبې ورځ په پام کې نیولې ده.

د دغه کړکېچ د غوڅولو لپاره پر ښاغلي خلیلزاد سربېره مخکني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر، عبد رب الرسول سیاف هم له دواړو لورو سره کتلي دي.

بلخوا چین نن (کب ۶/فبروري ۲۵) د افغان ټاکنو په تړاو لومړني غبرګون کې ویلي چې د افغانستان له نوي ټاکل شوي حکومت سره ګډ کار ته چمتو دی.

دې هېواد ویلي، په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر ته درنای کوي او د خپل راتلونکي په اړه د افغانانو د خپلواکې پرېکړې ملاتړ کوي.

دا خبره د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجیان، یو خبري غونډې ته کړې، چې په وینا یې حکومت یې دا خبره په پام کې نیولې، چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون په ټاکنو کې د ولسمشر غني بری اعلان کړی دی.

ښاغلي ژاو ویلي، چې چین له نوي افغان حکومت سره د افغانستان د سولې، ټیکاو او پرمختیا لپاره ګډ کار ته چمتو دی.

د انځور حقوق Twitter/ChinaEmbKabul
Image caption د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجیان په وینا حکومت یې دا خبره په پام کې نیولې، چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون په ټاکنو کې د ولسمشر غني بری اعلان کړی دی.

هغه ویلي: "چین خبر دی چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی. افغانستان زموږ ملګری ګاونډی دی."

شاوخوا پنځه ورځې وړاندې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو استازي پر تیلیفون ولسمشر محمد اشرف غني ته د بیا ځل ټاکل کېدو مبارکي ورکړې وه.

خو دې کار د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند او د ولسمشر غني مخکښ سیال عبدالله عبدالله غبرګون راوپاروه او په یوه اعتراضیه لیک کې یې له اروپايي ټولنې د ده ټاکنیز سیال محمد اشرف غني ته د بریا مبارکۍ په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې.

هغه د اروپايي ټولنې دا کار د افغانستان د خلکو د غوښتنې خلاف بللی و.

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي "یوناما" په یوه وینا پاڼه کې ویلي وو، دا ټولنه د افغانستان له راتلونکې ادارې سره ګډ کار ته چمتو ده، خو له ټاکنیزو ادارو یې غوښتي چې د رایو د بیا شمېرنې او ارزونې بهیر په تړاو د نوماندانو د سپیناوي غوښتنو ته پام وکړي.

له دې سره یو ځای د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا په اعتراضیه غونډه کې د ولسمشریزو ټاکنو د ورستیو پایلو د اعلان په غبرګون کې ویلي و چې دوی ته د منلو وړ نه دي.

بلخوا روسیې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو اعلان ته په غبرګون کې ویلي چې د دې پایلو په اړه شته جنجال ته چې ښايي سیاسي وضعیت نور هم "کړکېچن" کړي، په اندېښنه کې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو، دا وضعیت د افغانانو ترمنځ "سولې خبرې اغېزمنولی" شي.

د انځور حقوق ARG/ ABDULLAH FACEBOOK
Image caption د ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني بریالی اعلان کړی، خو عبدالله عبدالله وایي چې ټاکنې ده ګټلې دي

د روسیې د حکومت په اعلامیه کې له ټولو سیاسي اړخونو غوښتل شوي چې له شته وضعیته د وتلو لپاره اغېزمن حل لاره ومومي چې د اعلامیې په وینا د افغانانو ګټې خوندي کړي او تلپاتې سوله رامنځته شي.

وړاندې د کویت امیر او د دغه هېواد ولیعهد دواړو ولسمشر محمد اشرف غني ته د بیا ځل ولسمشر کېدو د مبارکۍ پیغام استولی.

امریکا چې د افغان دولت لوی ملاتړی هېواد بلل کېږي، تر اوسه یې د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

خو د امریکا د مشرانو جرګې یوه مخکښ غړي لېنزي ګراهم ولسمشر محمد اشرف غني ته د دویم ځل لپاره د ولسمشر کېدو مبارکي ویلې ده.

د ټاکنو د پایلو ته د غبرګونونو په لړ کې د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان د ولسمشر په توګه اشرف غني ته د هغه د بیا ټاکل کېدو له امله مبارکي ورکړې.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې هند به له نوي افغان حکومت سره ګډ کار کولو ته ژمن وي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د شمېرو له مخې، محمد اشرف غني ۵۰٫۶۴ سلنه، عبدالله عبدالله ۳۹٫۵۲ او ګلبدین حکمتیار ۳٫۸۵ سلنه رایې ګټلې دي.