شاته

چین: د افغانستان له نوي منتخب حکومت سره کار کولو ته چمتو یو

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د انتخاباتو د نتایجو په اړه خبر دي او د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانانو د پرېکړې هرکلی کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند "ژو لیان" د دوشنبې په ورځ (فبروري۲۴) خبریالانو ته وویل چې هغوی خبر دي چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی دی.

هغه وویل: "افغانستان زموږ ملګری ګاونډی دی. چین د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر درناوی کوي، د آینده په اړه د افغانانو د خپلواکی د پرېکړې ننګه کوي او د نوي منتخب حکومت او د افغانستان د خلکو سره د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ګډ کار کولو ته چمتو دی."

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره اونۍ ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو عبدالله عبدالله ادعا کوي چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده. هغه دا پایلې ونه منلې او اعلان یې وکړ چې خپل حکومت جوړوي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدغه راز د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه هم وغږېده. هغه وویل چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه له اړوندو خواو سره نژدې تماسونه او همکاري لري.

هغه وویل: "چین د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لورې د سولې او بیا پخلاینې د همه شمول بهیر کلکه ننګه کوي. د امریکا-طالبانو ترمنځ د تړون ( ممکنه تړون) د لاسلیک کېدو هرکلی کوو او هیله لرو چې دا بهیر په ښه توګه پلي شي چې د افغانستان مسئلې ته نهايي سیاسي حل پیدا شي. "

نوموړي وویل چين په افغانستان کې د سولې، ثبات او بیا پخلاینې لپاره له اړوندو غاړو او نړیوالې ټولنې سره کار کولو ته چمتو دي.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ چې له طالبانو سره به د سولې تړون لاسلیک کوي. په افغانستان کې د شنبې په شپه د طالبانو، امریکا او افغان ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو ۷-ورځنی بهیر پیل شو.

چارواکي وايي که دا بهیر بریالی ختم شو، د طالبانو-امریکا ترمنځ به د سولې تړون لاسلیک شي.