شاته

د ټاکنو معترضو ډلو ته د افغان وسله والو ځواکونو خبرداری

د ټاکنو معترضو ډلو ته د افغان وسله والو ځواکونو خبرداری

د افغانستان وسله والو ځواکونو په یوې ګډې اعلامیې کې د ټاکنو معترضو ډلو ته خبرداری ورکړی که د خپلو ممکنه مظاهرو پر مهال یې قانون مات کړ، قانوني چلن به ورسره وشي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (فبروري۲۴) په خپل رسمي فیسبوک کې د افغانستان "د امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډه اعلامیه" خپره کړې ده.

په اعلامیې کې خبرداری ورکړل شوی چې "پر دولتي تاسیساتو برید، غصب او تخریب او د دولتي بنسټونو په کارونو" کې خنډ رامنځته کول "ملي خیانت او جرم" دی او "امنیتي او دفاعي ځواکونه مؤظف" دي چې د دا ډول فعالیتونو مخه ونیسي او سرغړونکي به له "جدي قانوني چلند" سره مخامخ شي.

لا معلومه نه ده چې کومې معترضې انتخاباتي ډلې په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې مظاهرې کوي او یا د مظاهرو پلان لري، خو په دې وروستیو څو ورځو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ، چې ځان د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکی بولی، په ځينو ولایتونو کې په خپل سر والیان ګمارلي دي.

د ټاکنو کمېسیون ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی دی خو ښاغلی عبدالله یې نه مني او وايي چې درغلي شوې ده.

په دغې اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي چې د اعتراضونو پر مهال" د وسلو ګرځول د عامه امن او نظم د اخلال لامل کیږي" چې باید ډډه ترې وشي او معترضو ټاکنیزو ډلو ته سپارښتنه شوې چې "د لاریون تر پیل وړاندې د خپلو لاریونونو وخت او ځای له امنیتي ځواکونو سره مشخص او شریک کړي او عامه نظم دې رعایت کړي."

د افغانستان "د امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډه اعلامیه" کې افغانانو ته ډاډ ورکړل شوی چې "هېڅ مُخلې ډلې ته به د دې اجازه ورنه کړي، چې د دوی د ارامۍ فضا له منځه یوسي."

دا اعلامیه داسې مهال خپریږي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو ۷-ورځنی بهیر پیل شوی دی چې له مخې به یې طالبان پر لویو حکومتي تاسیساتو او بهرنیو ځواکونو بریدونه نکوي.

په همدې حال کې ارګ اعلان کړی دی چې د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته یې ترتیبات نیولي دي. همدغه راز د ښاغلي عبدالله ډلې هم ویلي دي چې د لوړې مراسمو ته تیاری نیسي.