BBC
 شاته

د ټاکنو پر سر جنجال: کرزي، خلیلزاد او سیاف له غني او عبدالله سره کتلي

غني د انځور حقوق KARZAI FACEBOOK
Image caption پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف نن دوشنبه ولسمشر غني سر وکتل

یو شمېر افغان سیاستوالو او بهرنیو استازو د ولسمشریزو ټاکنو وروستیو پایلو پر سر د را ولاړ شوي سیاسي جنجال د حل لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.

په دې لړ کې نن دوشنبه د افغان سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره جلا لیدنې وکړې.

له دې هڅو سره سم د ثبات او همپالنې ټاکنډلې د نوی ولسمشر په توګه د عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو چمتووالي ته کمیسیون جوړ کړی دی.

د دغه کمیسیون په وینا، د لوړې مراسم به راتلونکې پنجشنبه ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه په سپېدار ماڼۍ کې وشي.

د کمیسیون یوه غړي همایون همایون له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دوی د لوړې مراسمو ته په افغانستان کې د ټولو مېشتو سفارتونو استازي ورغوښتي دي.

د انځور حقوق ABDULLAH FACEBOOK
Image caption کرزي او سیاف له عبدالله عبدالله سره هم جلا کتنه کړې ده

تر دې مخکې ولسمشرمحمد اشرف غني هم د خپلې لوړې مراسمو جوړولو لپاره کمېسیون ټاکلی و او د دغه کمېسیون په وینا د لوړې مراسمو جوړولو لپاره چمتوالی روان دی.

بله خوا له ارګ په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، د اولسمشرمحمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې له استاد عبد الرب رسول سیاف او د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل چې د روان وضعیت او سولې پروسې په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

همدا راز د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد له څو ورځې راهیسې له افغان سیاسی مشرانو سره د ولسمشریزو ټاکنو پر سره راولاړو شویو ستونزو حل په موخه لیدني، کتنې پیل کړي دي.

د یوې باوري سرچینې په خبره، نن زلمي خلیلزاد له عبدالله عبدالله سره کتلي او د ټاکنو په اړه راپورته شويو جنجالونو پر هواري یې خبرې کړې دي.

د انځور حقوق ARG FACEBOOK
Image caption سرچینې وایي، خلیلزاد له غني او عبدالله غوښتي چې د لوړې مراسم دې وځنډوي

د سرچینې په وینا، ښاغلي خلیلزاد له عبدالله عبدالله او محمداشرف غني غوښتي، چې د لوړې کولو مراسمو، چې دواړو ور ته د رواني اونۍ د پنجشنبې ورځ ټاکلې، د را ولاړو شویو جنجالونو تر هواري وځنډوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو استازي نیکلولاس کې پر خپل ټویتر پاڼه کې په افغانستان کې د مشرانو پر خپل منځی جوړجاړي ټنیګار کړی او له ټولو خواوو یې غوښتي چې سولي او ملي یووالي ته لومړیتوب ورکړي.

د نوموړي په وینا ناټو د هغو خوځښتونو ملاتړ نه کوي، چې د جنجالونو او تاوتریخوالي ډېرېدو لامل کېږي.