ډونلډ ټرمپ: طالبانو سره د سولې هوکړې لاسلیک ته چمتو یم
د ګارډين ورځپاڼې د خبر له مخې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که له طالبانو سره د تاوتريخوالي د کمولو لنډمهاله هوکړه د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پر پای ته رسېدو تمامېږي نو دی چمتو دی چې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.
ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ (۴ کب/فبروري ۲۳)ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې امریکايي پوځيان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د ده په خبره، طالبان غواړي جګړه پای ته ورسېږي.
"دوی غواړي جګړه بس کړي. تاسې پوهېږئ، دوی له اوږدې مودې راهیسې جګړه کوي. دوی سرزوري خلک دي خو موږ هم سر زوري خلک یو. خو ۱۹ کاله جګړه اوږده جګړه ده."
- ټرمپ: له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي، سرتېري ستنوو
- ډونلډ ټرمپ: افغانستان ته مې سفر ډېر بریالی و، خوښ مې شو
- ولسمشر ټرمپ منځني ختیځ کې د سولې لپاره خپل پلان اعلان کړ
امریکا او طالبانو د دې میاشتې په لومړیو کې د تاوتريخوالي د کمښت اعلان وکړ چې له تېرې جمعې (کب ۲/ فبروري ۲۱) راهیسې يې پلي کېدل پېل شوي دي. که چېرې دا تجربه بریالۍ ثابته شوه نو ورسره به راتلونکې شنبه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک او ورسره به د امریکا تر ټولو اوږده جګړه هم ورټوله شي او د دې هېواد د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پرمهال دده یوه مهمه ژمنه به هم پوره شي.
ښاغلي ټرمپ ویلي: "فکر کوو دوی (طالبان) هوکړه غواړي. موږ یې هم غواړو. فکر کوم دا به کار ورکړي، خو وګورو چې څه کیږي."
د ګارډین ورځپاڼې په وینا د تاوتریخوالي کمولو بریالۍ موده او د سولې خبرې به په نړیواله کچه د طالبانو پر مشروعیت اغېز وکړي، هغه څه چې دې ډلې په افغانستان کې د خپل رژیم او هغه مهال چې د القاعدې مشر ته یې پناه ورکړې وه، نه درلود.
امریکايي چارواکو دې امکان ته هم اشاره کړې چې کېدای شي "ورانکارې ډلې" په دې برخه کې خنډونه جوړ کړي او د دوی په وینا د اووه ورځو تاوتریخوالي کمولو په موده کې به دغه ډول خلک وپېژندل شي چې څوک بریدونه کوي.
د رسنیو په وینا ډونلډ ټرمپ تېره ورځ د سولې رسېدو ته "محتاطانه خوشبیني" وښوده.
ښاغلي ټرمپ ویلي: "تاسې پوهېږئ چې موږ د تاوتریخوالي د کمولو ټاکلې موده لرو، دا یوه نیمه ورځ ده او وبه ګورو چې څه کیږي. خلک غواړي چې هوکړه وکړي او طالبان هم غواړي چې موافقه وکړي، دوی له جګړې ستړي شوي دی."