شاته

ټرمپ: د طالبانو سره به د سولې موافقه لاسلیک کړم

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي‌ که د امریکا او طالبانو ترمنځ‌ د سولې تړون نهايي شي، هغه به یې لاسلیک کړي.

خبریالانو د یکشنبې په ورځ (فبرروي۲۳) په سپینې ماڼۍ کې له ښاغلي ټرمپ څخه وپوښتل چې آیا له طالبانو سره به د سولې تړون لاسلیک کوي، هغه وویل: "هو، زه به په کې خپل نوم هم ولیکم."

ښاغلی ټرمپ هند ته تر روانېدو مخکې له خبریالانو سره وغږېده. جمهور رئیس ټرمپ ونه ویل چې د امریکا-طالبانو د سولې دا تړون به کله او چېرته لاسلیک کیږي، خو طالبانو ویلي چې دا به د شنبې په ورځ (فبروري۲۹) په قطر کې لاسلیک کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي چې تړون به د پاکستان په حضور کې لاسلیک کیږي.

ولسمشر ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي ‌چې په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي ۷-ورځنی تړون د شنبې له شپې پیل شوې چې یوه اونۍدوام کؤي.

امریکايي چارواکي ‌وايي چې له طالبانو سره له تړون لاسلیک کولو وروسته به بین الافغاني مذاکراتو ته لار پرانیستل شي.