BBC
 شاته

ترکیې او ایران کې زلزله: لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي

ترکیه د انځور حقوق Reuters
Image caption ترکیه کې د درې ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۹ کسان دې زلزله کې وژل شوي

د ایران په ختیځ کې نن یکشنبه یوې ځواکمنې زلزلې د ۳ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۹ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي. په ګاونډي ایران کې هم ګڼ کسان په دې زلزله کې ټپیان شوي.

د رېکتار په کچه د ۵ اعشاریه ۷ درجې دې زلزلې مرکز د ایران او ترکیې په ګډه پوله پرته سیمه وه.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وایي، ډېری کسان هغه مهال ټپیان شول چې د زلزلې له کبله یو کور را پرېوت. دی زیاتوي چې د یکشنبې ورځې په دې زلزله کې شاوخوا زر ودانۍ نړېدلې دي.

د ایران په لویدیځ اذربایجان ایالت کې هم د همدې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۷۵ کسان ژوبل شوي او لسګونو کلیو کې کورونه نړېدلي دي.

چارواکي وایي چې د د یکشبنې پر سهار شوې دا زلزله کابو شپږ کیلومتره ژوره وه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ترکي چارواکي وایي چې زلزلې شاوخوا زر ودانۍ نړولې دي

د ترکیې پر رسنیو را څرګند شوي انځورونه ښیي چې په وان ایالت کې واوره ورېږي او خلک په له نړېدلیو کورونو د ګېرو کسانو د را ایستلو هڅه کوي.

یوه کلیوال رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له کنډوالو یې د درېیو ماشومانو مړي را ایستلي.

تېره میاشت په همدې وان ایالت کې واورې ښویېدنې د ژغورونکو په ګډون ۳۹ کسان ووژل. په الازیګ او ملاتیا ایالتونو کې هم تېره میاشت زلزلو لږ تر لږه ۳۱ کسان وژلي وو.

په دغه سیمه کې ډېر کله زلزلې کېږي