شاته

روغتیا وزارت: هرات کې د 'کرونا' درې مشکوکې پېښې ثبت شوي

د افغانستان روغتیا وزارت په هرات ولایت کې د کروناویروس د درې مشکوکو، پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت سلاکار او ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن یکشنبه فبرورۍ ٢٣ (کب ۴) امریکا غږ ته وویل چې دا کسان تازه د ایران له قم ښار څخه افغانستان ته راغلي وو چې د ستونې درد او تبه یې لرله.

هغه وویل تر دا مهاله معلومه نه ده چې یاد کسان په عادي موسمي ناروغۍ اخته شوي که کروناویروس.

ښاغلي مایار زیاته کړه چې د یادو دری کسانو د ناروغۍ نمونې د تشخیص لپاره کابل ته انتقال شوي چې تر ۲۴ ساعتونو پورې به یې نتیجه اعلان شي.

هغه وویل: "زموږ درې هیوادوالو په هرات کې زموږ له روغتیايي ټېمونو سره اړیکه نیولې،هغوی موږ د تجدد واټ ته انتقال کړي دي، تر څارنې لاندې دي، نمونه تېرې واخیستل شول، هغه نمونه یې کابل ته انتقال شوې ده، نتیجه یې تر ۲۴ ساعتونو معلومیږي چې منفي ده که مثبت."

روغتیا وزارت اعلان کړئ هر هغه څوک چې د ستونې درد او تبه ولري باید د تشخیص لپاره یې د هرات د روغتیا ریاست ته مراجعه وکړي چې د نوموړي په وینا یادو کسانو هم د ستونې درد او تبې له امله د هرات د روغتیا ریاست ته مراجعه کړې وه.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وویل چې له ایران څخه افغانستان ته په تېرو څو ورځو کې یو شمېر افغانان راغلي چې دا مهاله یې جدي څارنه کیږي.

یاد وزارت تر دې مخکې افغانستان ته د کرونا ویروس داخلېدو د مخنیوي په هدف د جدي تدابیرو نیول کېدو خبر ورکړی و.

خو ایران چې له افغانستان سره پر پوله پروت دی او ګڼ شمېر افغان کډوال هم په هغه هیواد کې اوسېږي له ایران څخه افغانستان ته د کرونا ویروس د انتقالېدو په اړه اندېښنې موجودي دي.

په ایران کې د کرونا ویروس پیدا کېدو له امله پنځه تنه وژل شوي او۲۸ نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

په ایران کې د یاد ویروس له وېري پوهنتونونه رخصت شوي او د مخنیوي لپاره یې هم جدي تدابیر نیول شوي دي.

پر همدې مهال په ایران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال په هغه هیواد کې له مېشتو افغان کډوالو څخه غوښتي چې له یاد ویروس څخه د خوندیتوب په هدف د ایران د روغتیا وزارت لخوا سپارښتنې په نظر کې ونیسي.