شاته

د ایران پارلماني انتخابات؛ د دولت سرسختو پلویانو ټولې څوکۍ وگټلې

د ایران په پارلماني ټاکنو کې د دغه هېواد د دولت سرسختو ملاتړو کاندیدانو د تهران ټولې ٣٠ څوکۍ گټلي دي.

د فارس خبري اژانس په ټاکنو کې د خلکو د گډون کچه ۴٢ فیصده ښودلې ده چې دغه کچه د دې هیواد د پارلماني انتخاباتو په ١١ دورو کې تر ټولو ټیټه ده.

د ایران دولتي تلویزیون رپوټ ورکړی چې محمد باقر قالیباف، د ۱.۲۶۵ میلیونرایو په گټلو سره د تهران د حوزې تر ټولو مخکښ وکیل دی. قالیباف دمخه د سپاه پاسداران د هوایي ځواک د قوماندان، د ایران د انتظامي قواو د قوماندان او د تهران د ښارول په توگه دندې ترسره کړي دي.

د ایران پارلماني انتخابات پداسې حال کې وشول چې څه دپاسه ۷۰۰۰ کاندیدان چې اکثر یې اصلاح غوښتونکي او منځلاري وو د ایران د شورای نگهبان له لورې د نوماندانو له لست نه ایستل شوي وو. په دوی کې ٩٠ تنه یې د اوسني مجلس غړي وو چې د بیا ټاکل کیدو لپاره یې ځانونه کاندید کړي وو.

ددې تر څنگ د ایران مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌یي د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ٢٣ (کب ۴) د خلکو د گډون نه په مننه د لویدیځو هیوادونو رسنۍ د "پردیو تبلیغاتي دستگاوی" وگڼلې او وویل: "په دوو وروستیو ورځو کې د یوې ناروغۍ او ویروس د خپریدو په بهانه د هغوی رسنیو په انتخاباتو کې د خلکو د گډون د مخنیوي لپاره له ډیر لږ فرصت نه هم لاس وانخست."

په ایران کې د کروناویروس باندې د اخته کیدو په وجه لومړنۍ مړینه د پارلماني انتخاباتو څخه دوه ورځې دمخه ثبت او اعلان شوه. تر اوسه کروناویروس په ایران کې اته تنه مړه کړي دي او د تهران په گډون د ایران په مختلفو ښارونو کې لږ تر لږه د کروناویروس ۴٣ پیښې ثبت شوې دي.

ایران په تیر یو کال کې د ډول ډول مشکلاتو سره مخامخ و؛ د حکومت ضد مظاهرو او د امریکا له لورې پدې هیواد باندې سختو بندیزونو د ایران اقتصاد له رکود سره مخامخ کړ او اوس دادی د کروناویریوس ددې هیواد پر موجودو ستونزو ورزیات شو.