BBC
 شاته

د کورونا وېروس په اړه اندېښنه: افغانستان له ایران سره خپله پوله وتړله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ایران کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو له تائيد وروسته پاکستان او عراق له دې هېواد سره خپلې ګډې پولې تړلې

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې له ایرانه افغانستان ته د کورونا وېروس د راتلو د مخنوي لپاره یې په موقتي ډول له دې هېواد سره خپل پوله تړلې او هېڅ ډول هوایي او یا هم ځمکنی تګ راتګ به نه کېږي.

د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي چې د احتیاطي تدابیرو له مخې یې له ایران او پاکستانه د کوچنیو چرګانو او هګیو واردان هم بند کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته هم سپارښتنه شوې ده چې په ایران کې قنسولي خدمات کم کړي او له هغه هیواده وغواړي چې د افغانانو د ایستلو او افغانستان ته د بېرته را لېږلو لړۍ ودروي.

ملي امنیت شورا په داسې حال کې دا اعلان کړی چې په هرات کې د لومړي ځل لپاره د کورونا وایرس درې مشکوکې پېښې ثبت شوې دي، چې د تشخیص لپاره يې بېلګې کابل ته استول شوې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دوی اعلامیه خپره کړې وه هر هغه څوک چې ۱۴ ورځې دمخه د ایران له قم ولایت څخه راغلي وي ان که عادي زکام هم وي، دې وزارت سره دې په اړیکه کې شي.

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار بي بي ته وویل، له قم نه راغلو افغانانو موږ سره په اړیکه کې شول چې تبه او ټوخی یې درلود. د ده په ټکو له دوی څخه نمونه واخېستل شوه او پلازمېنې کابل ته راوړل شوه چې پایلې به یې ژر معلومې شي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، د کورنا ویرویس د مخنیوي په موخه ۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، چې په وینا یې تر اوسه یوازې پنځه میلیون ډالر په واک کې ورکړل شوي دي، چې دوه میلیون خپله افغان حکومت او درې نور د روغتیا نړیوال سازمان ورکړي دي.

په ورته وخت کې په ایران کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو له تائيد وروسته پاکستان او عراق له دې هېواد سره پر خپلو ګډو پولو تګ راتګ کم کړی دی.

د پاکستان بلوچستان ایالت چارواکو رسنیو ته ویلي چې ایران سره ګډه پوله یې د احتیاطي په توګه په موقتي ډول تړلې ده.

کوریا د انځور حقوق AFP
Image caption سویلي کوریا د کورونا وېروس په تړاو تر ټولو جدي بېړنی حالت اعلان کړی

مخکې عراق هم په ورته ډول له ایران سره خپله پوله تړلې وه. دا کار تر هغه وروسته وشو چې په ایران کې له کورونا ویروس نه د مړو شویو شمېر اتو ته لوړ شو. په دغه هېواد کې د رسمي اخته شویو شمېر ۳۵ ښودل شوی دی.

سویلي کوریا هم د کورونا وېروس د خپراوي په ترڅ کې په دې هېواد کې تر ټولو جدي بېړنی حالت اعلان کړی دی. چارواکي وایي، راتلونکې څو ورځې د دې وېروس د مخنیوي په چاره کې دېرې مهمې دي.

افغانستان کې اندېښنې:

هلته په افغانستان کې د هرات عامې روغتیا یوه چارواکي احمد امیر نژاد بي بي سي ته وویل، د ایران له قُم ښاره هرات ته ورغلي ۳۶ کسان یې قرنطین کړي، خو د کورونا ویروس نښې یې نه لرلې.

نوموړی وايي، درېیو کسانو چې غوښتل یې ایران ته سفر وکړي، تنفسي ستونزه لرله او د کورونا شک پرې کېده، ازموینې یې کابل ته استول شوې دي.

د هرات حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر عارف جلالي بي بي سي ته وویل، په روغتون کې یې ۳۳ بستره احتیاطاً چمتو کړي، خو وايي لاهم د طبي توکو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي.

ډاکټر جلالي وايي، له نېکه مرغه په هرات کې د کورونا ویروس کومه مثبته پېښه نه لري، او کوم ناروغان چې له دوی سره بستر دي، په هغوی کې هم د دې ناروغۍ کومه نښه نه ده لیدل شوې.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption د هرات چارواکي وايي، په روغتون کې یې ۳۳ بستره احتیاطاً چمتو کړي

په ورته وخت کې د هرات امبولانس مسوول ډاکټر محمد ابراهیم محمدي بي بي سي ته وویل، د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره یې هر اړخیز تدبیرونه نیولي دي:

" په ښار، هوايي ډګر او سرحد کې لازم تدبیرونه نیول شوي، که ښاریان د هرات امبولانس کارمن په طبي جامو او ځانګړو ماسکونو کې ویني، نه دې اندېښمنېږي، ځکه موږ دا کار د احتیاط لپاره کوو."

مدني فعال مسعود مسلم- چې ماسکونه وېشي وايي، د یو ځانګړي پروګرام له لارې د هرات اوسېدونکو ته دا پوهاوی ورکول دي چې د کورونا ویروس د احتمالي پېښېدو د مخنیوي لپاره څه وکړي.

دی وايي، د مخ ماسکونو بیې ډېرې لوړې شوې دي، چې له پنځو افغانیو پنځوسو افغانیو ته ختلې، چې په وینا یې، نن د هرات ښار په درملتونونو کې هېڅ ماسک نه موندل کېږي. دی وايي "مافیا" د ماسکونو کې احتکار کړی دی.