شاته

پاکستان وایي د اورپکو د یوې ناقانونه ډلې پنځه جنگیالي یې وژلي

د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي تیره شپه یې پیښور ته نژدې په ځانگړو عملیاتو کې پنځه مشکوک یاغیان وژلي دي.

د پاکستان د ترهگرۍ ضد یو چارواکي طاهر خان وایي دغه پنځه تنه یاغیان د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پیښور ته نژدې د امنیتي قواو په عملیاتو کې وژل شوي او دوه تنه نور یې نیولي دي.

د هغه په وینا دغه وسله وال د یوې غیر قانوني ډلې غړي دي او د عملیاتو پر وخت امنیتي ځواکونو د دوی د اوسیدو په ځای کې ځانمرگي واسکټونه، ماشیندارې او نورې ډول ډول وسلې ترلاسه کړي دي.

د پاکستان پوځ د وژل شویو کسانو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

د اسوشیتید پرس د رپوټ له مخې د ترهگرۍ ضد یو بل چارواکي محمد اجمل ویلي چې امنیتي قواو د جمعه په ماښام د پاکستاني طالبانو د ډلې پورې مربوط د سجنا په نامه ډلې دوه یاغي قوماندان نیولي دي.

دغه عملیات د ټانک په سیمه کې شوي چې د جنوبي وزیرستان د قبائیلي سیمې په لار پرته ده.

پاکستان پدې وروستیو کلونو کې په قبائیلي غرنیو سیمو کې څو ځلې عملیات کړي دي او د پاکستان حکومت په وار وار ادعا کړې چې دغه سیمه د ترهگرو څخه پاکه شوې ده، خو د رپوټونو له مخې لاهم هلته تاوتریخوالی روان دی.

د پاکستان حکومت پداسې حال کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د عملیاتو خبر ورکوي چې نن د شنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د ټرون د لاس لیک دمخه د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ پیل شوې ده.

د اسوشیتیدپرس اژانس د یو پاکستاني څیړنیز مرکز په حواله رپوټ ورکړی چې په پاکستان کې د تیرې لسیزې په پرتله ترهگریز بریدونه څه دپاسه ٨٥ فیصده راکم شوي دي. په ٢٠٠٩ کال کې پدې پدې هیواد کې نژدې ٢٠٠٠ ترهگریزې پیښې ثبت شوې وې، پداسې حال کې چې په ٢٠١٩ کې ددغه ډول پیښو شمیر شاوخوا ٢٥٠ ته راښکته شوی و.