شاته

یوناما:تېره یوه لسیزه کې د ملکي تلفاتو شمېر له۱۰۰۰۰۰ څخه اوښتی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، په ۲۰۱۹ کال کې د تاوتریخوالي له امله څه باندې ۱۰۰۰۰ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما وايي، د دوی د موندنو له مخې د تېرې یوې لسیزې راهیسې په سیسټماټیکه توګه په ملکي وګړو د جګړې د اغیزو د مستند کولو وروسته،تر ۲۰۱۹ کال تر وروستیو پورې د ملکي تلفاتو شمېر له۱۰۰۰۰۰ څخه اوښتی.

یوناما وايي، دا په پرله پسې ډول شپږم کال دی چې د ملکي تلفاتو شمیر له ۱۰۰۰۰ څخه اوړي.

یاد سازمان نن شنبه «فبرورۍ ۲۲مه» پخپل راپور کې ویلي چې په یاد کال کې ۳۴۰۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۶۹۸۹ نور ټپیان شوي چې زیاته برخه یې د دولت مخالفو وسله والو ډلو له امله رامنځته شوي دي.

یوناما وايي، نسبت وړم کال ته په ۲۰۱۹ کې په افغانستان کې د داعش ډلې لخوا ملکي تلفات کم شوي، خو د نورو جنګي ډلو له امله د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې.

یاد سازمان وايي د یادو تلفاتو ۲۱ سلنه وسله والو طالبانو او ۱۸ سلنه نور زیاتوالی د دولت ملاتړو لورو ته متوجه دي.

راپور زیاتوي چې یاده مرګ ژوبله د چاودېدونکو موادو او هوايي بریدونو له امله رامنځته شوي.

یوناما وايي، دغه ارقام یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون سره په ګډه چمتو کړي دي.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د یوناما د مشر تدامیچي یاماموتو له قوله ویل شوي:"په افغانستان کې نږدې هیڅ یو ملکي وګړی د روان تاوتریخوالي له زیانونو خوندي ندی پاتې شوی."

نوموي زیاته کړه:" لکه څرنګه چې سوله اوږده مهال ته اړتیا لري او دسولې هڅې روانې دي، د ملکي وګړو ژوند باید وساتل شي او د ټولو خواو لپاره اړینه ده چې د جګړې د درولو لپاره فرصت له لاسه ورنه کړي."

وسله والو طالبانو، افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو تر د امهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تفاهم په اساس تېره شپه ۱۲ بجې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو اونۍ پیل شوه.

ملګرو ملتونو د تاوتریخوالي د کمولو د اعلان او پیلېدو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې دا ۷-ورځنی بهیر یوې دایمي او تلپاتې سولې ته لار پرانیستلی شي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم پخپل کلني راپور کې ویلي و چې په تېر ۲۰۱۹ کال کې شااوخوا ۱۱زره ملکي وګړي وژل شوي و.