لومړی ځل په اسرائیل، لبنان او ایټالیا کې د کورونا ویروس پېښې
د لبنان د روغتیا وزیر حمد حسن اعلان کړی چې د دې هېواد یوه وګړې چې ایران نه ورستنه شوې په کورونا ویروس اخته شوې او دوه نورې شکمنې پېښې هم لیدل شوې دي. دا لومړی ځل دی چې په لبنان کې د کورونا ویروس پېښه ثبت شوې.
د دې هېواد د روغتیا وزیر زیاته کړې چې په دې ویروس اخته شوې مېرمن بیروت کې د "رفیق الحریري" روغتون ته لېږدول شوې ده.
بلخوا د اسرائیل د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دې هېواد کې هم د کورونا لومړۍ پېښه ثبت شوې ده. دا ویروس په یوه اسرائیلي وګړي کې موندل شوې چې له خپلو ۱۰ نورو هېوادوالو سره په هغه سیاحتي بېړۍ کې سپاره و چې د کورونا په شک جاپاني چارواکو قرنطین کړې وه.
دوی ټول له ۱۴ ورځني قرنطین وروسته تېره پنجشنبه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. اسرائیلي چارواکو ویلي، له ستنېدو سره سم دوی قرنطین شوي دي. دا لومړی ځل دی چې اسرائیلو د کورونا د مثبتې پېښې اعلان کوي.
ورته مهال ایټالیا هم اعلان کړی چې ددې هېواد په شمالي لومباردي سیمه کې د جمعې په ورځ د کورونا شپږ پېښې یې موندلې دي. لومړی ځل دی چې له ایټالیا د کورونا د ویروس د مثبتو پېښو اعلان کېږي.
- په سویلي کوریا کې د کورونا ویروس مخنیوي لپاره بیړني ګامونه
- چینایي چارواکي: د کورونا وېروس مثبتې پېښې په کمېدو دي
- اروپا کې د کورونا له امله لومړۍ مړینه تایید شوه
د ایټالیا د لومباردي سیمه ییزو چارواکو ويلي، له دې پېښو وروسته اوس هلته د سلګونه کسانو ازموینې روانې دي چې د کورونا شک پرې کېږي.
تېره پنجشنبه ایټالیا لومړی ځل د درې پېښو د موندل کېدو اعلان وکړ، خو یو ورځ وروسته یې د پېښو شمېر شپږو ته ورسېد.
کویت ایران ته الوتنې درولې
بلخوا د کویت هوايي شرکتونو اعلان کړی چې ایران ته یې خپلې ټولې الوتنې وروسته له هغې درولې چې په ایران کې هم د کورونا ویروس پېښې وموندل شوې.
شرکتونو ویلي، د روغتیا وزارت او د هوايي خدمتونو ادارې په لارښوونه یې دا کار کړی او تر هغې چې دوی ته بیا سپارښتنه کېږي ایران ته به د دوی الوتنې ځنډېدلې وي.
د ایران د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دې هېواد کې ۱۳ کسان تر اوسه په کورونا اخته شوي دي. یوازې ۷ پېښې په قم ښار کې موندل شوې او څلور نورې په تهران کې او درې نورې بیا ګیلان کې.
د ایران د روغتیا وزیر ویاند ویلي، له دې ډلې ۵ کسانو تر اوسه ددې ویروس له امله خپل ژوند بایللی.
په ایران کې د کورونا د ویروس د خپرېدو له امله عراق له دې هېواد سره ځمکنۍ پولې تړلې او ددې هېواد الوتنې هم ایران ته ځنډول شوې دي.
په ورته مهال جنوبي کوریا وروسته له هغه بېړنی حالت اعلان کړی چې په دې هېواد کې د کورونا شاوخوا ۱۰۰ نوې پېښې وموندل شوې.
کورونا ویروس چې د روغتیا نړیوال سازمان پرې د کووېد ۱۹ نوم اېښی، د تازه شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷۵ زره کسان پرې اخته شوې دي.