شاته

افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو اونۍ پیل شوه

د طالبانو او امریکا ترمنځ د تفاهم په اساس په افغانستان کې د تاوتریخوالي اونۍ د کابل پر وخت د شنبې په شپه (۱۲:۰۰) پیل شوه چې یوه اونۍ به وي.

ولسمشر محمد اشرف غني ددغې اونۍ د پیل په اړه ملت ته وینا کې وویل چې خپلو ځواکونو ته یې ویلي چې په دغې مرحلې کې به پر طالبانو بریدونه نکوي خو د داعش، القاعده او نورو تروریستي ډلو پر ضد به عملیات روان ساتي. امریکا او طالبانو هم د دغې اونۍ د پیل خبر ورکړی دی.

ملګرو ملتونو د تاوتریخوالي د کمولو د اعلان او پیلېدو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې دا ۷-ورځنی بهیر یوې دایمي او تلپاتې سولې ته لار پرانیستلی شي.

یوناما د جمعې په ورځ (فبروري۲۱) په یوې اعلامیې کې وویل چې په افغانستان کې د ټولو ډلو سره کار کولو ته ژمنه ده او د افغانانو په مشرۍ د یو "همه-شمول بهیر ننګه کوي؛ داسې پروسه چې ښځې، اقلیتونه او ځوانان په کې دخیل وي، د ټولو بشري حقونه خوندي شي او په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې راتلو ته لار هواره شي."

یوناما همدغه راز په ټولو ښکېلو غاړو غږ کړی چې د تاوتریخوالي د کمولو نورې لارې چارې هم ولټوي چې ولسي تلفات کم او بند شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې د تاوتریخوالي د کمولو اعلان ستایلی دی. د دغه وزارت ویاندې عایشه فاروقي په خپل ټویټر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې مهم رول لوبولی دی او هیله ښودل شوې چې د تاوتریخوالي د کمولو بهیر به په افغانستان کې سولې ته لار پرانیزي.

افغان چارواکي پاکستان تورنوي چې په افغانستان کې په روانې جګړې کې د طالبانو ننګه کوي او په خپلې خاورې کې د دغې ډلې مشران ساتي او پالي.

"باید افغان شمول امن ته کار وشي"

په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوه افراسیاب خټک وايي چې باید افغان شموله امن لپاره کار وشي.

هغه امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو په پیل کې زلمي خلیلزاد ویلي وو تر هغې چې په څلورو برخو"افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتلو په مهالوېش، د ترهګرۍ پرضد طالبانو لخوا ضمانت، بین الافغاني مذاکراتو په پيل او اوربند باندې موافقه و نه شي،" په هیڅ شي هم توافق نه کیږي.

ښاغلی خټک وايي چې اوس دا مسایل سره بیل کړل شوي دي، که بیل شوي نه وای، ښایي د هغه په خبرهاوسنۍ موافقه به د امن لپاره زیاته ګټوره وای.

امریکایي چارواکي وايي که د تاوتریخوالي اونۍ په بریالتوب ختمه شوه، د بلې شنبې په ورځ (فبروري۲۹) به له طالبانو سره د سولې تفاهم لاسلیک شي. طالبانو ویلي دي چې دا تفاهم به په قطر کې لاسلیک کیږي چې له هغې وروسته به بیا به بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابریږي.