شاته

پمپیو: مونږ د افغانستان د انتخاباتو نتیجې له نژدې تعقیبوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې د سعودي عربستان په سفر بوخت دی، نن د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ٢٠ د امریکاغږ ته وویل چې د افغانستان د انتخاباتو نتیجې له نژدې تعقیبوي.

مایک پمپیو امریکا غږ ته د افغانستان د انتخاباتو د نتیجې په اړه وویل: "زه د افغانستان په هکله له دې پرته بل څه نلرم چې ووایم، چې مونږ له ډیر نژدې نه د انتخاباتو نتیجې تعقیبوو، غواړو مطمین شو چې ټول شیان په بشپړه سم وي او مونږ به مخکې له دې چې ناوخته شي په اړه یې یوه اعلامیه خپره کړو."

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون د تلې میاشتې په شپږمه د جمهوري ریاست انتخاباتو کې، محمداشرف غني د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ، خو ددې اعلان څخه دوه ورځې وروسته تراوسه د امریکا د متحده ایالاتو حکومت رسمي غبرگون ندی ښودلی، خو یو شمیر امریکایي وکیلانو پدې اړه څرگندونې کړې دي.

د امریکا د سنا مجلس د جمهوري غوښتونکي گوند یو مخکښ سناتور لندسي گراهام په انتخاباتو کې د ښاغلي غني بریالیتوب ته مبارکي ویلې او "د دموکراتیک بهیر د منلو" په خاطر یې د افغانستان د خلکو میړانه ستایلې ده.

د نړۍ د هیوادونو له ډلې نه تر اوسه یواځې اروپايي ټولنې، کویت او هند ښاغلي غني ته په دغو انتخاباتو کې د بریا مبارکۍ ورکړي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې مشر عبدالله عبدالله، د اروپايي ټولنې د سیاسي پالیسۍ د چارو د جګپوړي استازي جوسیپ بوریل له خوا جمهور رئيس غني ته د مبارکۍ پر ویلو خواشیني او حیرانتیا څرګنده کړې د او پر دې کار یې نیوکه کړې ده.

اروپایي اتحادیې په یوه اعلامیه کې ویلي د افغانستان د انتخاباتو د کمیسونونو کار ستایلی او ویلي یې دي چې دا ټولنه دیته سترګې په لار ده چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د افغانستان د نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي.