شاته

د دیموکراتو کاندیدانو د مناظرې عمده بحث پر بلومبرګ وو

د امریکا د متحده ایالتونو د ګوندي انتخاباتو په لړ کې د چهار شنبې په ورځ د ( فبروري ۱۹ مه) شپږو دیموکراتو کاندیدانو خپله نهمه مناظره وکړه.

په دې مناظره کې عمده بحث پر امریکايي میلیاردر مایکل بلومبرګ وو چې یو ځل د نیویارک ښاروال هم پاتې شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې بلومبرګ ځان د امریکا جمهوري ریاست ته کاندید کړی دی.

د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنې چې ټاکل شوېده د روان میلادي کال په نوامبر میاشت کې وشي، بلومبرګ ځان د ډانلډ ټرمپ لپاره ښه رقیب ګڼي.

خو د تیرې شپې په مناظره کې دیموکراتو کاندیدانو د هغه پر پخوانۍ سابقه سخت انتقادونه وکړل او نوموړی یې د ښځو په وړاندې به ناسم چلند تورن کړ.

دیموکراتې کاندیدې الیزابت وارن خبرداری ورکړ که:"دیموکراتان یو متکبر میلیاردر د بل میلیاردر په ځای وټاکي نو لوی خطر به ومني."

د جمهور رئیس پخواني مرستیال جوبایډن په نیویارک کې د جرمونو پر ضد د بلومبرګ د مبارزې پر پالیسۍ چې تر ډیره په اقلیت نیشینه ټولنه کې پلې کیده، انتقاد وکړ.

د دیموکراتو کاندیدانو له مناظرې سره په یو وخت جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په اریزونا ایالت کې په یوې انتخاباتي غونډه کې راڅرګند شو او په خپلو سیالانو یې ملنډې ووهلې. ټرمپ وویل چې انتخابات به دی ګټي.