BBC
 شاته

د مرکزي لندن جومات کې چړې برید کې یو کس ټپي شوی

Police inside mosque د انځور حقوق @MurshHabib
Image caption پولیس وایي بریدګر یو سپین پوستی ځوان کس دی چې د دوی لخوا نیول شوی

د مرکزي لندن په ریجنټس پارک سیمه کې یو کس له چړې سره جومات ته ننوتلی او یو اویا کلن سپین ږیری یې د چړې په وار ټپي کړی دی. پولیسو له پېښې وروسته بریدګر نیولی دی. ټپي شوی کس روغتون ته استول شوی او پولیس وایي چې وضعیت یې له خطره بهر دی.

پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونه او ویډیوګانو کې بریدګر په داسې حال کې ښودل کېږي چې پر ځمکه پروت دی او پولیس یې لاسونه شا ته ور تړي.

پولیس وایي چې بریدګر یو سپین پوستی کس دی، خو بشپړه پېژندګلوي یې لا نه ده مالومه.

ویل کېږي چې بریدګر له تېرو څو میاشتو راهیسې دې جومات ته تله راتله او عبادت کوونکو پېژانده، او ګومان یې کاوه داسې یو څوک دی چې نوی مسلمان شوی.

په عسکونو کې د جومات د ننه يو کس ښکاري چې سور رنګه جمپر او جينز پلتون يې اغوستی او د پوليسو له خوا پر ځمکه نيول شوی.

په يوه ويډيو کې تر پلاستيکي څوکۍ لاندې يوه چاړه هم ليدل کېږي.

د انځور حقوق PA Media
Image caption برید د مرکزي لندن په ریجنټس پارک جومات کې شوی

د پېښې عیني شاهدین وایي برید هغه مهال وشو چې همدې سپین ږیري د لمانځه امامت کاوه او بریدګر یې هم شاته په لومړي کتار کې ولاړ و.

ګڼ شمېر پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي دي او پلټنې یې پیل کړې دي، خو وایي چې دا د ترهګرۍ پېښه نه ده.

د برتانیا لومړي وزیر بورېس جانس پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دې پېښې سخت خواشینی کړی،او له ټپي شوي کس سره یې خواخوږي ښودلې.

که څه هم د دې برید موخه نه ده مالومه، خو نن د جرمني په هاناو ښار کې یوه ښي اړخه توندلاري وسله وال ۹ کسان په ډزو ووژل، چې پنځه تنه یې ترکان وو.