شاته

سپېدار: اجرائیه ریاست خپل کار ته دوام ورکوي

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته چې له مخې يې محمد اشرف غني ګټونکی اعلان شو، د اجرائیه ریاست برخلیک!

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست وایي، تر هر هغه وخته چې یو منتخب او د خلکو له لوري ټاکل شوی ولسمشر په کار پیل ونه‌کړي، اجرائیه ریاست به لا خپل کار ته دوام ورکوي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۰۱» ازادي راډيو ته وویل، یوازې مشروع ولسمشر کولای شي د حکومت د راتلونکي جوړښت په اړه پرېکړه وکړي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم
د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم

ښاغلی میثم زیاتوي: "یوازې هغه ولسمشر چې د خلکو د ارادې او مشروعیت، همدارنګه هغه ولسمشر چې د اساسي او انتخاباتو قانون له مخې پرته له درغلیو او فرېب راغلی وي کولای شي د راتلونکي حکومت د جوړښت په اړه پرېکړه وکړي، لا هم موږ په داسې یو حالت کې یو چې دواړه لوري ځانونه بریالي اعلانوي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له شااوخوا ۵ میاشتو ځنډ وروسته د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

دغه کمېسیون محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو گټونکی اعلان کړ، خو د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله‌یې په دوهم ځای کې راغی.

خو د ولسمشر غني انتخاباتي سیال عبدالله عبدالله دغه اعلان له قانون سره په ټکر کې وباله او د "ټول ګډونه‌" حکومت جوړول‌یې اعلان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ولسمشرۍ انتخاباتو له کړکېچ وروسته د امریکا د بهرنیو چاور پخواني وزیر جان کري په منځګړیتوب اجرائیه ریاست د ملي یووالي حکومت په چوکاټ کې په لومړي ځل جوړ شو.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوای وزیر جان کري، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوای وزیر جان کري، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله.

په ورته وخت کې یو شمېر حقوق‌پوهان په دې بارو دي چې په نوي حکومت کې د اجرائیه ریاست په چوکاټ کې ځای نه‌لري او راتلونکی حکومت کولای شي په دې اړه پرېکړه وکړي.

د حقوقي چارو پوه ودیر صافی
د حقوقي چارو پوه ودیر صافی

له دې ډلې ودیر صافي ازادي راډيو ته وویل: "اوس چې تېره دوره پای ته ورسېده او د هغه اسناد چې له مخې یې یو ولسمشر او بل اجرائیه رئیس ټاکل شوي وو هغه ټول باطل شول او اوس چې نوی ولسمشر راغلی د اساسي قانون له مخې د اجرائیه ریاست د کار دوام ناقانونه دی."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو، خو د لازیاتو اړیکو سره سره بیا هم ونه‌توانېدو، خو د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي تېره ورځ ازادي راډيو ته ویلي و چې په راتلونکي نوي حکومت کې به اجرائیه ریاست نه‌وي.

اړوند مطالب