شاته

هند، کوېټ او یوه مخکښ امریکايي سناتور ولسمشر غني ته د بریا مبارکي ورکړه

د هند لومړي وزیر، د کوېټ امیر او یوه مخکښ امریکایي سناتور ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړه.

د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته ۲۴ ساعته د دې پایلو په اړه هېڅ نړیوال غبرګون نه‌و، ترڅو چې اروپایي ټولنې چهارشنبه ناوخته ولسمشر غني ته د ولسمشریزو انتخاباتو د پایلو مبارکي ورکړه.

په دې اړه د غبرګونونو له پیل وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له لوري د ولسمشرۍ انتخاباتو د پایلو له اعلانه وروسته د اشرف غني پر بیا منتخب کېدو مبارکي وايي.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې هند د افغانستان د خلکو د ډیموکراتیکو هیلو ملاتړ کوي او د دې هېواد له حکومت سره همکارۍ ته پر خپلې ژمنتیا ولاړ دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې افغان حکومت او سیاسیون باید متحد او د عامو خلکو د غوښتنو پوره کولو جوګه وګرځي.

د کوېټ امیر الجابیر الصباح او د امریکا مخکښ سناتور لېندسي ګراهام هم ولسمشر غنې ته د هغه د بریا مبارکي ورکړې.

خو د دې سره سره د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته اوس هم ځیني مهم او افغان دولت سره د ستراتېژیکو اړیکو درلودونکي هېوادونه پاتي چې د ټاکنو د پایلو په اړه‌یې غبرګون نه‌دی ښودلی.

د سیاسي چارو پوه د دې کار علت د پایلو له اعلان وروسته د نوماندانو ترمنځ ټاکنیز جنجالونه یادوي.

د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی
د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وايي: "تېر یو کال راهیسي د کابل او د متحدینو ترمنځ اړیکې تودې نه‌وې ځکه یو ډول بې‌باوري رامنځته شوې ده او له بلې خوا په شدت سره د انتخاباتو پایلې اعلانول او کابل کې د غبرګونونو رابرسېره کېدل شاید دوی ځنډولي وي یا غواړي چې په دقت عمل وکړي."

له بلې‌خوا بیا "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزه ډله وایي چې دوی ته د نړیوالو مبارکیانې نه، بلکې د خلکو اراده او رایې مهمې دي.

نن د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسمشرۍ وروستیو پایلو په اړه د اروپايي ټولنې پر دریځ غبرګون وښود. عبدالله پر خپله فېس‌بوک پاڼه په دغه "اعتراضي" لیک کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل جوزف بوریل دغه اقدام "په افغانستان کې د ټاکنیزې درغلۍ په اړه غیر اصولي دریځ او په افغانستان کې له ولسواکۍ د دفاع او د ټاکنو د روڼتیا په اړه د دغې ټولنې له اصولو سرغړونه" بللې ده.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

د چهارشنبې په ورځ اروپایي ټولنه چې د افغان دولت اوږدمهالی ملاتړی پاتې شوی ولسمشر غنې ته د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو مبارکي ورکړې وه، خو ملګرو ملتونو بیا یوازې د راتلونکي حکومت سره د همکارۍ خبر ورکړ او هېڅ کوم لوري ته‌یې د مبارکۍ کلمات ونه‌کارول.

فریدون خوځون د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې ویاند چهارشنبه ازادي راډيو ته په دې هکله وویل: "د ټاکنو د مشروعیت یوازنۍ مرجع د خلکو اراده، د خلکو رایه او دې پروسه کې د خلکو ګډون دی. که چېرې کمېسیون پاکې او ناپاکې رایې جدا کړې وی او خپل او د دې پروسې مشروعیت‌یې له پوښتنې سره نه‌وی مخ کړی، طبیعي ده چې موږ د دې ټاکنو ګټونکي وو، اوس هم د افغانستان ستراتېژیک دوستان دې نقطې ته حساس دي، خو بیا هم موږ ته دا مهمه نه‌ده چې څوک چا ته تبریکي ورکوي موږ ته مهمه دا ده چې د خلکو اراده تمثیل شي."

د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون
د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د دوشنبې په ورځ وروسته له پنځو میاشتو اعلان شوې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غنی بریالی اعلان کړ، خو له دې سره د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزي ډلې مشر عبدالله عبدالله هم د ښاغلي غني په وړاندې ځان بریالی اعلان کړ او د یو ټول ګډونه حکومت د جوړېدو خبر یې ورکړ.